د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي چارواکی: لا هم د پاکستان او هند په تشنج اندیښمن یو


امریکا په پاکستان او هند دواړو د زغم غږ کړی
امریکا په پاکستان او هند دواړو د زغم غږ کړی

د امریکا یو لوړپوړي چارواکي ویلي دي چې د هند په کشمیر کې د ترهگر برید نه وروسته د پاکستان او هند ترمنځ د پیدا شوي تشنج په اړه لا هم اندیښمن دي.

د امریکا دغه چارواکي دا هم وویل چې امریکا باور نه لري چې پاکستان د هغو ترهگرو ضد د پام وړ اقدامات کړي دي چې د کشمیر د برید مسولیت یې منلی و.

د امریکا دغه چارواکي خبریالانو ته د نوم نه ښودولو په شرط ویلي دي چې "که پاکستان د ترهگرو ضد اقدامات و نه کړل او بیا داسې برید وشو نو دا به د پاکستان لپاره زیاتې مسلې پیدا کړي او د هند سره به یې اړیکې لا ډیرې خرابې شي. "

د امریکایي چارواکي دغه څرگندونې د ولسمشر ټرمپ د پاکستان په اړه د تگلارې سره سمون خوري. ولسمشر ټرمپ وایي چې پاکستان ترهگرو ته پناهځایونه ورکوي او غه د مسلو بیښ دی.

د هند د ولکې لاندې کشمیر کې د فرورۍ په ١۴ یوه خونړی برید شوی و چې پکې ۴٩ تنه هندي پوځیان وژل شوي و. د دغې برید مسولیت د جیش محمد ډلې ومانه چې مشر مسعود اظهر یې په پاکستان کې ژوند کوي.

د هند او پاکستان د عسکرو ترمنځ د پلوامه د پیښې نه وروسته څو وارې په سرحد نښتې شویدي چې پکې دواړو خواوو ته مرگ ژوبله اوښتي ده. دواړو خواو څو ځله یو بل ته د توغندیو د وارولو خبرداري هم ورکړیدي.

د امریکا او سعودي عربستان په شمول نړیوالو د دواړو ملکونو نه غوښتي چې د زغم نه دې کار واخلي.

XS
SM
MD
LG