د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا له روسیې غوښتي چې اتومي تړون ته غاړه کېږدي


متحده ایالات وايي، روسیه د "نوي سټارټ" په نوم د دواړو هېوادونو تر منځ د وروستي پاتې اتومي تړون څخه سرغړونه کوي.

امریکايي چارواکو ویلي چې د اګست د میاشتې راهیسې، روسیې د خپلو اتومي تاسیساتو هغه پلټنې ځنډولي چې د نوي سټارټ د تړون له مخې لازمې ګڼل کیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ویدانت پټېل وايي، روسیه بیا هم په اسانۍ سره کولای شي لازم شرایط پوره کړي او دوباره دغه تړون ته غاړه کیږدي.

ښاغلي پټیل وویل: "د بېرته راستنیدو لپاره روښانه لاره موجوده ده. روسیه باید په خپله خاوره کې د تفتیش فعالیتونو ته اجازه ورکړي، لکه څنګه چې د نوي سټارټ تړون له مخې د کلونو لپاره ترسره شوي."

په عین وخت کې، د اتومي ساینسپوهانو ټولنې تېره اونۍ د یوه سمبولیک اقدام په توګه د هغه ساعت عقربې وڅرخولې چې وښيي نړۍ د بشپړې ویجاړېدو خطر ته نږدې شوې ده.

دغې غیر دولتي موسسې په اوکراین باندې د روسیې یرغل، د اتومي وسلو په سر نړیوال جنجالونه او د قلیم بدلون د خپلو اندېښنو عمده لاملونه بللي دي.

خو روسي چارواکو امریکا پړه ګڼلې چې واشنګټن د روسیې د یرغل په وړاندې د اوکراین د مبارزې ملاتړ کوي. کرملین وايي، له همدې امله یې د اګست په میاشت کې د امریکايي پلټونکو له خوا د روسیې د اتومي تاسیساتو پلټنې وځنډولې.

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف وویل، خو روسیه بیا هم غواړي د نوي سټارټ تړون ته غاړه کیږدي.

د کرملین ویاند، دیمیتري پیسکوف، وویل: "که اوسنی وضعیت هرڅومره خراب وي، ځینې طرزلعملونه باید دوام وکړي. موږ د دې تړون دوام مهم ګڼو، که څه هم ډیر اغېزناک ندی خو د یوې فرضيې په توګه یې د اعتبار وړ ګڼو."

روسیې په اوکراین کې د تاکتیکي اتومي وسلو استعمالول ندي رد کړي، چې د یو اتومي ناورین رامنځته کېدو په اړه یې نړیواله وېره راپارولې ده.

د سټارټ تړون چې د دواړو هېوادونو د اتومي وسلو شمېر محدودوي، په ۲۰۱۰ کې د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما او د روسیې د هغه وخت د ولسمشر دیمیتري میدویدیف تر منځ لاسلیک شوی دی.

ددغه تړون په اساس، امریکا او روسیه ١٥٥٠ اتومي کوپړۍ درلودلای شي چې دا د هغه حد څخه چې په ٢٠٠٢ کال کې ټاکل شوی و، ٣٠ سلنه کموالی ښيي.

XS
SM
MD
LG