متحده ایالاتو او روسیې د سه شنبی په ورځ د تفاهم یو یادداشت لاس لیک کړی چی په فوري توگه د اجرا وړ ورگرځیده.
ددغه ېادداشت یا تفاهم لیک له مخې په سوریه کې د هوایي عملیاتو په دوران کې د دواړو هیوادونو د هوایي قواو د جنگي الوتکو ترمنځ د "یوی مصئونې فاصلې" د ساتلو لپاره یو چوکاټ جوړ شوی.
د پنټاگون ویاند، پیټر کوک د خبریالانو سره د خبرو په دوران کې دا ونه ویل چی د مصئوني فاصلې مشخص تعریف څه دی خو دومره یی وویل " سمه خبره داده چی هرهغه څه چی مقابل لوری یې خطر وگڼي ددی موافقې نه به سرغړوانه وگڼل شي."
کوک وویل " روسانو خواهش کړی و چی د تفاهم لیک په اړه باید ټول معلومات خپاره نه شي." ویاند وویل چې په لاس لیک شوي یاداشت کې څو پروټوکولونه شامل دي چې له پیلوټانو نه په کی " هروخت په هوا کی د مسلکي چال چلند او د عملیاتو پر مهال د دپیلوټانو ترمنځ د ځانگړو مخابراتی فریکوینسیو او پیغامونولیږل په کی شامل دي."
په دې موافقه کی د ډرون په شمول ټولې هغه نظامي الوتکی شاملی دي، چی په سوریه کی پروازونه کوي، خو پر بل کوم هیواد یی ائتلاق نه کیږي.
کوک زیاته کړه چی روسیه باید د موافقی سره سم دهوایی پروازونو د مصونیت خیال وساتي او مونږ نه غواړو چی په دی برخه کی کوم غلط حساب ولگول شي.