د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: د ایران د تیلو کمی به سعودي عربستان پوره کړي


د ایران د تیلو وزیر وایي چې د امریکا د بندیزونو څخه د تیښتي لپاره به خپل تیل پر شخصي شرکتونه وپلوري.
د ایران د تیلو وزیر وایي چې د امریکا د بندیزونو څخه د تیښتي لپاره به خپل تیل پر شخصي شرکتونه وپلوري.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ وایي د سعودي عربستان پاچا سلمان د تیلو د تولید د زیاتولو ډاډ ورکړی دی. ټرمپ په ټویټ کې لکیلې دي "ښایي تر دوه میلیونه بیرل تیلو پورې یې زیات کړي چې د ایران او وینزویلا کمی پوره شي".

سعودي عربستان د ټرمپ او پاچا د تیلیفوني خبرو پخلی کړی دی خو د تیلو مقدار یې مشخص کړی نه دی.

ټرمپ په ټویټر کې لیکلي دي چې د پاچا سلمان څخه غوښتنه وکړ چې د تیلو تولید زیات کړي او "د ایران او وینزویلا کمی پوره کړي، د تیلو بیه ډېره لوړه شوې ده! او هغه راسره ومنله!"

تر دې ټویټ یو ساعت وروسته د سعودي دولتي اژانس ولیکل چې دواړه مشرانو په تلیفوني خبرو کې د تیلو د بازار او د نړیوال اقتصاد پر استحکام خبرې وکړې او پر دې موافقه وکړه چې د تیلو تولیدوونکې هیوادونه به د تیلو کمی پوره کوي.

تیره اونی د تیلو تولیدونکو هیوادونو اِتحادیې هره ورځ د یو میلوون بیرلو د زیاتوالي اعلان کړی وه، چې په نړیوال بازار کې د تیلو بیې کنترول کړي. خو په امریکا کې عموماً د اوړي په موسم کې د تیلو اړتیا زیاته وي او بیې زیاتیږي.

ټرمپ چې پر ایران باندې د بندیزونو د عملي کیدو غوښتنه کوي، په عین حال دا هم نه غواړي چې په هیواد کې دننه د تیلو بیې لوړې شي. د تیر کال په پرتله شپیته سنت زیاته شوې ده.

سعودي عربستان هره ورځ لس میلیونه بیرل تیل تولیدوي. خو د تیلو د شرکت ارامکو رئیس وایي چې د ٢ میلیونه بیرلو د اضافي تیلو د تولید امکانات لري.

د ټرمپ حکومت پر ایران باندې د فشارونو د زیاتولو په لړ کې پر سعودي او نورو تیل تولیدوونکو هیوادونو اتکا کوي چې د ایران د تیلو په عدم موجودیت کې د نړۍ ضرورت پوره کړي.

د ایران گواښونه

نن د ایران د جمهوري ریاست لومړي مرستیال اسحاق جهانګیري د سعودي عربستان لخوا د تیلو د تولید د زیاتوالي سره موافقه "خیانت" وباله.

ښاغلي جهانگیري زیاته کړه "که هر هیواد هڅه وکړي چې د تیلو په بازار کې د ایران ځای ونیسي، نو مونږ به یې لوی خیانت وګڼو او هغوی به یې یوه ورځ بیه ورکړي".

بلخوا پرون د شنبې په ورځ د ایران مذهبي مشر آیت الله خامنه یي د تهران په امام حسین پوهنتون کې د سپاه پاسداران یوې غونډې ته وویل چې امریکا غواړي د ایران ولس د حکومت پرخلاف کړي.

خامنه یي زیاته کړه "د دښمن اجنډا داده چې د ایران د اسلامي جمهوریت د سیستم او د ګران ملت ترمنځ یوه فاصله رامنځته کړي. دا د هغوی حماقت دی."

XS
SM
MD
LG