د لاس رسي وړ اتصالات

سپینه ماڼۍ: اسرائیل دې د ولسي فلسطینیانو او حماس اورپکو ترمنځ فرق وکړي 


د سپینې ماڼۍ ویاند وايي چې اسرائیل باید، هر څه چې کولای شي، د بې ګناه خلکو د حفاظت لپاره دې ترې کار واخلي او په غزه کې دې د حماس تندلارو او ولسي فلسطینیانو ترمنځ توپیر وکړي.

جیک سولیوان د یکشنبې په ورځ اکتوبر ۲۹ (لړم اوومه) له سي ان ان سره په خبرو کې وویل: «هاغسې چې ما مخکې هم ویلي دي او ولسمشر (جوبایډن) هم ویلي دي، اسرائیل باید د حماس، چې د فلسطین د خلکو نمایندګي نکوي، او د بې ګناه فلسطیني ولسي خلکو ترمنځ د تفکیک لپاره لازم تدابیر ونیسي.»

نوموړي وویل چې ولسمشر بایډن به د اسرائیل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره په تیلفون کې خبرې وکړې او د دې مسئلې په اړه به د امریکا د متحدو ایالتونو په موقف باندې بیا ټېنګار وکړي.

د حماس ډلې د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرائیل باندې ناببره بریدونه وکړل. اسرائیلي مقامات وايي چې په دغو بریدونو کې شاوخوا ۱۴۰۰ اسرائیلیان وژل شوي. اسرائیل غزه محاصره کړې او هوايي بریدونه یې پرې پيل کړي دي.

فلسطيني مقامات وايي چې د اسرائیل په بریدونو کې تر دې دمه شاوخوا ۸۰۰۰ کسان وژل شوي، چې نیمایي یې ماشومان دي.

د سپینې ماڼۍ مشاور همدغه راز د حماس ډله تورنه کړه، چې نه پرېږدي امریکایان او نور بهرنیان له غزې څخه ووځي.

سولیوان وویل: «دا رښتیا دي چې مصر چمتو دی امریکایان او نور بهرنيان د رفح په لارې له غزې څخه مصر ته ولاړ شي. اسرائیل هم له دې مسئلې سره ستونزه نلري. حماس د هغوی د وتلو مخالفت کوي او یو لړ غوښتنې لري، نغواړم چې په دې اړه په تفصیل وغږېږم، خو دا په مذاکراتو کې د بحث موضوع ده.»

د اسرائیل پوځ وايي چې په غزې کې به خپل ځمکني عملیات پراخ او هوايي بریدونه زیاتوي، د اسرائیل په دغه خبرداري سره په غزې کې د ولسي خلکو د حفاظت په اړه او همدغه راز د هغو بهرنیانو د مصونیت په اړه اندېښنې پیدا کړي، چې حماس یرغمل کړي دي. حماس د خپلو بریدونو په ترڅ کې شاووا ۲۰۰ بهرنیان یرغمل کړي دي چې یو شمېر یې بهرنیان دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG