د لاس رسي وړ اتصالات

د حماس او اسرائیلو ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې ۱۵ خبریالان وژل شوي


د رويټرز خبري اژانس د تصویر اخیستونکی، عصم عبدالله
د رويټرز خبري اژانس د تصویر اخیستونکی، عصم عبدالله

د اسرائیل او حماس د جګړې په لومړۍ اوونۍ کې د رويټرز خبري اژانس د تصویر اخیستونکی په ګډون د لږترلږه ۱۵ خبریالانو تر وژل کېدو وروسته، خبري شبکې او امنیتي کارپوهانو اوسمهال د خبریالانو د خوندیتوب پر څرنګوالي بحث کوي.

د رویټرز خبري اژانس مسؤل مدیرې، الیسندرا ګالوني ددې اژانس تصویر اخیستونکی عصام عبدالله ته چې د اکتوبر په دیارلسمه،‌ د اسرائیلو او حزب الله ترمنځ په "الما الشعب" سیمه کې د توپخانې د ډزو د تبادلې پر مهال ووژل شو، درناوی وکړ.

هغه وویل: "عصام د دندې پر مهال ووژل شو. په ريښتونې، خپلواکه او له تعصب پرته د نړۍ د پیښو څخه خبر ورکول هغه معیارونه دي، چې موږ په رویټرز کې ورته ژمن یوو."

د اسرائیلو له خوا د هاوان په ډزو کې شپږ نور خبریالان هم ټپیان شول. ګالوني د دې پېښې په اړه په څېړنو کې د اسرائیلو لخوا د شفافیت غوښتنه وکړه او همداراز یې د رسنیو لخوا د جګړې په اړه د راپور ورکولو پر اړتیا ټینګار وکړ.

هغه وویل: "زموږ د خبریالانو لپاره دا ډیره مهمه ده چې دغه کار [د جګړې په اړه راپور ورکول] په خوندي ډول ترسره کړي."

د خبري اژانسونو لپاره کله چې اسرائیل او غزې ته خبري‌ ټیمونه لیږي، خوندیتوب ترټولو مهم ټکې دی.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي، د جګړې په لومړۍ اوونۍ کې د عصام عبدالله په ګډون لږ تر لږه ۱۵ خبریالان وژل شوي دي.

په واشنګټن ډي سي کې د ملي مطبوعاتو د ټولنې مشرې ریچل ازولډ وايي:"په سیمه [غزې او اسرائیلو] کې د پيښو په اړه د راپورونو ورکولو، د حساب ورکولو په ځانګړې توګه د ملکي وګړو مرګ ژوبلې لوړ ارقامو ته په کتو سره،‌ هلته د خبریالانو حضور ډیر اړین او مهم بلل کیږي."

د نوموړې په وینا، د خبریالانو لپاره اړینه ده، چې د اسرائیل او حماس ترمنځ د جګړې ريښتونې او تائید شوي خبرونه وړاندي کړي.

هغه زیاته کړه: "موږ د ټولو ښکېلو لورو هڅې لیدلي، چې غواړي د ایډيت شوي انځورونو پر مټ ناسم معلومات وړاندې کړي.‌ لدې امله، د خبريالانو حضور اړین دی،‌ چې ووايي،‌ رښتيا څه دي.‌"

د اسرائیلو او حماس تر منځ په جګړې کې د مرګ ژوبلې د شمېر زیاتوالي ته په کتو او ددغه جګړې د خبري پوښښ لپاره د ګڼ شمېر خبري ټیمونو په لیږلو سره "خوندیتوب" د خبري اژانسونو د پلانونو تر ټولو مهمه برخه غوره کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG