د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي جنرال: په ننګرهار کې د داعش پر ضد عملیات زیاتیږي


په افغانستان کې د قاطع ملاتړ د ماموریت قومندان جنرال نکلسن
په افغانستان کې د قاطع ملاتړ د ماموریت قومندان جنرال نکلسن

په افغانستان کې د قاطع ملاتړ د ماموریت قومندان د جمعې په ورځ وویل د افغان حکومت له خوا د طالبانو پر وړاندې اعلان شوی اوربند، نړیوالو قواوو ته فرصت ورکوي چې پر داعش تندلارو خپل بریدونه زیات کړي.

جنرال جان نکلسن د جمعې په ورځ د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د ناټو دفاع وزیرانو د غونډې په څنډه کې خبریالانو ته وویل، د روان کال له پیل څخه راپدیخوا د ننګرهار ولایت په جنوبي سیمو کې د داعش یا اسلامي دولت ډلې پر ضد بریدونه ډیر شوي او د لنډمهاله اوربند پر مهال به خپل بریدونه نور هم ډیر کړي.

جنرال نکلسن وویل، د افغان حکومت له خوا په لنډمهاله اعلان شوي اوربند کې ټولې ډلې شاملې ندي او دا اوربند یوازې د افغان طالبانو لپاره دی.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د دیني عالمانو له وروستۍ فتوا سره په هوکړې ، د غبرګولې له ۲۲ څخه تر ۳۰ پورې د افغان طالبانو پر وړاندې یو طرفه اوربند اعلان کړ. جمهور رئیس غني د افغانستان ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو ته امر وکړ چې په دې موده کې د طالبانو پر ضد یرغلیز عملیات بند کړي.

د طالبانو ډلې تر اوسه د جمهور رئیس غني اعلان شوي اوربند ته د هو یا نه ځواب ندی ورکړی. خو جنرال نکلسن وویل، ددې اټکل نشي کولای چې طالبان به هم اوربند وکړي که نه؟

دا په داسې حال کې د امریکا د " ان بي سي " خبري شکبې د پنجشنبې په ورځ د طالبانو د پوځي شورا د یوه غړي په حواله راپور ورکړ چې د طالبانو دله " د اعلان شوي اوربند پر مثبتو او منفي اړخونو " دقیق غور کوي. د طالبانو د پوځي شورا دې غړي د خپل نوم د نه اخیستلو په شرط " ان بي سي " شبکې ته ویلي، د طالبانو د ډلې ډیری قومندانان چې د جګړې په ډګرونو کې دي، د بهرنیو او افغان ځواکونو پر ضد د جګړې د دوام غوښتونکي دي.

دې امریکايی جنرال همدارنګه ټینګار کړی چې د لنډمهاله اروبند ګټه به د هغه د تاوان په پرتله ډیره وي، ځکه د هغه په وینا، د جمهور رئیس غني دا اقدام ممکن ددې لامل شي چې د طالبان لیدلوری د واقعي سولې د مذکراتو په اړه ښه شي.

د طالبانو ډلې تر اوسه تل ټینګار کړی چې یوازې د واشنګټن له چارواکو سره خبري کوي، خو امریکايي چارواکو په ټینګار سره ویلي چې دوی له هغو خبرو ملاتړ کوي چې مشري یې د افغان حکومت پر غاړه وي.

ښاغلي نکلسن ویلي، که طالبان اعلان شوی اوربند ومني که نه، خو په افغانستان کې میشت امریکايي ځواکونه چمتو دي چې د طالبان احتمالي بریدونو ته ځواب ورکړي.

XS
SM
MD
LG