د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان د افغان حکومت د سولې په وړاندیز غور کوي


د طالبانو پوځي شورا د پنجشنبې په ورځ (جوزا ١٧) د افغانستان د دولت د اروبند د وړاندیز په اړه غونډه وکړه.

د امریکا ان بي سي خبرې شبکې د طالبانو د پوځي شورا د یو غړي له خولې ویلي دي چې دغه ډله به "د اروبند د اعلانیدو په منفي او مثبتو اړخونو" باندې په غور سره بحث وکړي.

د طالبانو د پوځي شورا دغه غړي د نوم د نه بربنډیدو په شرط د ان بي سي خبري شبکې ته ویلي دي چې ددې ډلې زیات قوماندانان چې د جگړې په میدان کې دي د افغان او بهرنیو ځواکونو پر ضد د جگړې د دوام پلوي کوي.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د دیني علماو د وروستۍ فتوا په ملاتړ د غبرگولي د میاشتې له ٢٢ نه تر ٣٠ پورې د طالب جنگیالیو پر وړاندې په جگړه کې یو اړخیز اوربند اعلان کړ.

جمهور رئیس غني د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته امر کړی چې د طالبانو په وړاندې خپل ټول تهاجمي عملیات ودروي.

خو د طالبانو د پوځي شورا غړي د افغانستان د دولت د تصمیم په هکله د ان بي سي خبري شبکې ته وویل: "مونږ (طالبان) ښایي په دوو دلیلونو اوربند ونه منو. لومړی دا چې جهاد تر ټولو ښه عبادت دی او مونږ غواړو چې پدې مبارکه میاشت کې جهاد ته دوام ورکړو. دویم دا چې مونږ دمخه خپل جنگیالي (د افغانستان) مختلفو ولایتونو ته لیږلي او پدغو ولایتونو کې به پرته له جهاده د هغوی ساتل مشکل وي."

د طالبانو ډلې تر اوسه په رسمي توگه د افغانستان د دولت له لورې د اوربند د اعلان په هکله غبرگون ندی ښودلی، خو ددې ډلې د پوځي شورا دغه غړي چې د ان بي سي خبري شبکې سره یې خبرې کړي ویلي چې د هغه په باور افغان پوځ به د طالب جنگیالیو پر ضد خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.

د طالبانو د پوځي شورا دغه غړي ادعا کړې چې طالب جنگیالیو پدې وروستیو کې د افغانستان زیاتې سیمې نیولي دي او ددې ډلې قوماندانان نه غواړي خپل دغه "پرمختگونه" د اوربند د مراعت کولو په وجه له لاسه ورکړي.

د طالبانو ډلې تیره اونۍ د افغانستان د دیني علماو غونډه چې په کې انتحاري بریدونه حرام وگڼل شول یوه "امریکایي او نمایشي پروسه" وگڼله او د یوې اعلامیې په خپرولو سره یې وویل چې دغه غونډه د امریکا د متحده ایالاتو په فرمایش جوړه شوې وه.

دمخه تر دې طالبانو د جمهور رئیس غني د سولې وړاندیز هم رد کړی و چې په هغه کې د افغانستان دولت د لومړي ځل لپاره د طالبانو سره پرته له کوم شرطه مذاکره د پیل کولو وړاندیز کړی و.

XS
SM
MD
LG