د لاس رسي وړ اتصالات

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار سعودي عربستان ته ځي 


د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت مشاور جک سولیوان
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت مشاور جک سولیوان

واک ته د ولسمشر جوبایډن له رسېدو وروسته په لومړي ځل د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت مشاور جک سولیوان د لوړې کچې خبرو لپاره سعودي‌ عربستان ته ځي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار به د بشري‌ حقونو د اندېښنو له کبله له سعودي عربستان سره د اړیکو د بیا تنظیم کولو له ژمنې سره ریاض ته روانیږي او هلته به له ولیعهد محمد بن سلمان سره هم ګوري.

سپینې ماڼۍ نن دوشنبه سپتمبر ۲۷ (تلې ۵) وویل چې ښاغلی سولیوان به همداشان د امریکا بل متحد هیواد متحده عربي اماراتو ته هم ولاړ شي چې د ډونالډ ټرمپ د واکمنۍ په وخت یې له امریکا سره اړیکې نورې هم غښتلې شوې وي.

سپینې ماڼۍ د ښاغلي سولیوان د سفر د نیټې او د هغه د پیغام د څرنګوالي په اړه جزییات ندي په ډاګه کړي، خو ویلي یې دي چې د ښاغلی سولیوان سره به پدې سفر کې د یمن لپاره د امریکا د ځانګړي استازي تیم لندرکینګ په ګډون لوړپوړي چارواکي شامل وي.

جمهور رئیس بایډن په جنورۍ کې د ولسمشر په توګه د کار د پیل کولو لږ وروسته ویلي وو چې متحده ایالات به د سعودي عربستان په مشرۍ په یمن کې جنګي ماموریت سره د امریکا مرسته کمه کړي چې ملګرو ملتونو په وینا په هغه هیواد کې د سخت بشري ناورین سبب شوي او د یمن د نیمایي نفوس ژوند په مرستو پورې تړلی دی.

خو د ښاغلي بایډن حکومت له دې ناهیلی شوی چې ایران پلوه حوثي یاغیان چې د یمن پلازمینه صنعا یې په واک کې ده د اوربند سره ډیره لږه علاقه ښودلې او د مهم ښار مارب د نیولو لپاره یې جګړې ته زور ورکړی دی چې د روان سپتمبر په میاشت کې په کې په سلګونو کسان ووژل شول.

د بایډن حکومت همداشان د فبرورۍ په میاشت کې د سعودي د حکومت د مخالف لیکوال جمال قاشقچي د وژنې اړوند استخباراتي اطلاعات غیر محرم کړل چې درې کاله وړاندې په استانبول کې د سعودي قونسلګرۍ ته له ننوتلو وروسته زندۍ او بدن یې ټوټه ټوټه شو.

استخباراتي اطلاعات وایي چې د سعودي عربستان بانفوذه ولیعهد محمد بن سلمان د هغه د وژنې عملیات تائید کړي وو. د بایډن ادارې په هغه باندې د بندیزونو له لګولو څخه ډډه وکړه خو وویل چې هغه ته په واشنګټن کې هرکلی نه ویل کیږي.

د بایډن برعکس د امریکا پخواني حکومت د سعودي سره د معاملې لپاره لږې ستونزې درلودې او ښاغلي ټرمپ د امریکا څخه د سعودي عربستان د وسلو د رانیولو هرکلی کاوه او د ایران په وړاندې یې ګډه دښمني درلودله.

ټاکل شوې وه چې د امریکا د دفاع وزیر لویډ آستن په سپتمبر کې سیمې ته سفر وکړي، خو د مهالویش د ستونزو په وجه یې له سفر کولو ډډه وکړه.

XS
SM
MD
LG