د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا سنا د ۷۷۰ میلیارد ډالرو دفاعي بودیجه تائید کړه


د امریکا د متحدو ایالتونو سنا د چهار شنبې په ورځ ډسمبر ۱۵ (لیندۍ ۲۴) د رایو په اکثریت سره د دغه هیواد د ملي دفاع ۷۷۰ میلیارد ډالري دفاعي لایجه تائید کړه.

په دې لایحه کې د جمهور رئیس له خوا تر غوښتل شویو پیسو ۲۵ میلیارده ډالره زیاتې دي او اوس به د توشیح لپاره سپینې ماڼۍ ته استول کیږي.

د بودیجې د تائید لپاره ۸۹ مثبتې او ۱۰ منفي رایې ورکړل شوې او دواړو ګوندونو دموکراتانو او جمهوریت غوښتونکو غړو یې ټینګ ملاتړ وکړ.

د امریکا د استازو مجلس تیره اوونۍ په ۳۶۳ مثبتو او ۷۰ منفي رایو سره دا بودیجه تصویب کړې وه. ټاکل شوې د یادې بودیجې سند جمهور رئیس جوبایډن لاسلیک کړي خو سپینې ماڼۍ تر اوسه په دې اړه څه ندي ویلي.

د ۲۰۲۲ مالي کال لپاره په دفاعي بودیجه کې د تیر کال په پرتله په پنځه فیصده زیاتوالي جوړجاړی شوی، ځکه د چین او روسیې د پالیسیو پر سر د سنا او استازو مجلس د غړو ترمنځ ناندرو مشکلات رامنځ ته کړي ‌وو.

د متحده ایالتونو د ملي دفاع لایحه د شپږو لسیزو راهیسې هر کال په قانون بدلیږي.

د امریکا د نظامي بودیجې په زیاتوالي‌ کې د امریکایي قواوو د تنخواو ۲.۷ سلنه زیاتوالی، د نویو الوتکو او جنګي بیړیو اخیستل، او د چین او روسیې ګواښونو ته د رسیدګي په هدف اقدمات په پام کې نیول شوي دي.

په تازه بودیجه کې د اوکراین د امنیتي مرستې له نوښت سره د ۳۰۰ میلیون ډالرو ورکړه په پام کې نیول شوې ده چې د هغه هیواد له امنیتي قواوو څخه ملاتړ وشي. په دې سربیره څلور میلیارد ډالره د اروپا د دفاع د نوښت لپاره او ۱۵۰ میلیونه ډالره د بالتیک د امنیتي همکارۍ لپاره ځانګړي شوي دي.

په دې بودیجه کې هغه ۷.۱ میلیارد ډالره هم شامل دي چې په مرسته یې د چین په وړاندې له تایوان څخه ملاتړ کیږي. د امریکا په دفاعي بودیجه کې د قضایي سیستم بیا کتنې ته هم بودیجه ځانګړې شوې چې پریکړه وشي هغه نظامي قومندانان چې په جنسي تیري او نورو جرایمو تورنیږي، تر قانوني څار لاندې نیول کیږي که نه؟

XS
SM
MD
LG