د ناټو مشر ینس سټولتنبرګ وايي چې د کرونا ویروس له کبله د پیدا شویو اقتصادي فشارونو سره سره بیا هم دغه تړون په ۲۰۲۰ کې خپله دفاعي بودیجه زیات کړې ده.
ښاغلي سټولتبنرګ په یو خبري کنفرانس کې د ناټو کلنی راپور خپور کړ او وویل چې په تېرو شپږو کلونو کې یې په پرلپسې ډول خپله دفاعي بودیجه لوړه کړې ده.
نوموړي زیاته کړه: «هیله لرو چې دا بهیر سږکال هم روان وي. د دغه بهیر روان ساتل یوه حیاتي مسئله ده، ځکه چې امنیتي ستونزې حل شوي نه دي.»
د ناټو د کلني راپور په اساس تېرکال د دغه سازمان دفاعي بودیجه ۱.۰۲۸ تریلیون ډالرو ته ورسېده چې ۷۱ سلنه یې د امریکا متحده ایالات ورکوي.
امریکا تل په ناټو کې د اروپايي ټولنې په غړو هېوادونو فشار راوړی چې خپل دفاعي لګښتونه لږ تر لږه د خپل ناخالص تولید د دوه پر سلو اندازې ته لوړ کړي.
د ناټو د دفاعي بودیجې زیاتول د امریکا د مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ او د ناټو د نورو غړو هېوادونو ترمنځ یو لوی جنجال و.
په امریکا کې د نوي حکومت په راتګ سره هلې ځلې کیږي چې په دغه برخه له دپلوماسۍ څخه کار واخیستل شي، خو بیا هم شاید امریکا د ناټو د نورو غړو هېوادونو څخه وغواړي چې خپله دفاعي بودیجه زیاته کړه.