د متحده ایالاتو د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو د جرګه ګۍ په مخکني مشر سناتور باب منیندیز د خپلو دیموکرات ګوند ملګرو لخوا فشارونه ډیر شوي چې د سنا د غړیتوب څخه دې استعفا وکړي.
د سنا په مجلس کې د نیو جرسي ایالات سناتور کوري بوکر سه شنبه سپټمبر ۲۶ (تلې۴) په یوې اعلامیې کې له ښاغلي منیندیز د استعفا کولو غوښتنه وکړله.
ښاغلي منیندیز پدې تورن شوي چې نغدې پیسې، د سرو زرو سیکې او قیمتي موټر یې د رشوت په توګه اخیستې دي او دا تور هم پرې دی چې د مصر د مستبد حکومت سره د مرستې کولو لپاره یې د خپل واک څخه ګټه اخیستې.
سره لدې چې ګڼ شمیر دیموکراتانو له ښاغلي منیندیز د استعفا کولو غوښتنه کړې خو د سناتور کوري بوکر غوښتنه ښایي تر ټولو جدي وي ځکه چې له یوې خوا دی هم د منیندیز په شان د نیو جرسي ایالت سناتور دی او بله دا چې په کانګرس کې د ښاغلي منیندیز سره د ګډ کار کولو ډیره سابقه لري.
همدې سناتور بوکر په ۲۰۱۷ کال کې هم چې باب منیندیز په رشوت خورۍ ټورن شوی و، د هغه په استازیتوب یې په محاکمې کې شاهدي ورکړله.
سناتور بوکر په یوې اعلامیې کې د همکار په توګه د خپل ملګري سناتور منیندیز ستاینه کړې خو تر څنګ یې دا هم ویلي چې پدې مقام د ولس باور تر هر څه مهم دی او دا به د ښاغلي منیندیز په ګټه وي چې د سناتورۍ څخه استعفا وکړي.
په اعلامیې کې راغلي، "استعفا په جرم اعتراف کول ندي بلکې دا منل دي چې د عامه خدماتو مقام لرل کله نا کله بې حده قربانۍ ته اړتیا لري او په لوړه شخصي بیعه تمامیږي".
ښاغلي بوکر د سنا په مجلس پنځم دیموکرات سناتور شو چې د خپل همکار څخه د استعفا کولو غوښتنه کوي.
خو بل پلو بیا سناتور باب منیندیز چې په موقتي توګه یې د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو د جرګه ګۍ د مشر په توګه دنده پریښې، په ښکاره توګه یې ویلي چې په سنا کې د پاتې کیدو پلان لري.
او تر څنګ یې دا ادعا هم کړې چې په ټولو هغو تورونو کې چې په ده پورې شوي، په پلټنو کې به بې ګناه ثابت شي.
هغه په یوې اعلامیې کې ویلي، "زه ټینګ باور لرم کله چې ټول واقعیتونه وړاندې شي، نه یوازې دا چې زه به مبرا شم بلکې د نیوجرسي سناتور به هم پاتې شم".
څارنوالانو ویلي چې د دې سناتور په کور کې د ۱۰۰ زرو ډالرو په ارزښت د سرو زرو سیکې او ۴۸۰ زره ډالر نغد موندل شویدي.
څارنوالانو همدرانګه ویلي چې د سناتور په کور کې نغدې پیسې په یو خوندي بکس کې د خط په پاکټونو کې ایښودل شوې وې او د یو سوداګر د ګوتو نښې پرې وې چې په ښاغلي منینډیز تور دې له همدې سوداګر څخه یې رشوت اخیستی.
د تورونو په سند کې ویل شوي چې ۶۹ کلن منینډیز دا قیمتي تحفې پدې خاطر تر لاسه کړې وې چې د فلوریډا په ایالت کې د یو ډاکټر په قضیې کې په حکومتي مامورینو فشار راوړي.
د متحده ایالاتو د سنا مجلس د معلوماتو له مخې دا د امریکا په تاریخ کې لومړی ځل دی چې د سنا یو بر حال غړی دوه ځلې په جنایي تورونو تورن کیږي.
باب منینډیز دیموکرات دی او څه باندې دیرش کاله کیږي چې د کانګرس غړیتوب لري. هغه بل کال یو ځل بیا د سنا مجلس لپاره پداسې حال کې ځان کاندیدوي چې پدې مجلس کې دیموکراتان لږ اکثریت لري.
د استازو په مجلس کې بیا جمهوري غوښتونکي ډیرې څوکۍ لري.
فورم \ دبحث خونه