د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي سناتوران: د امریکا ټاکنو کې دې د ټېک ټاک دخالت وڅیړل شي 


د امریکا متحده ایالتونو په کانګرس کې ځینې جګپوړي جمهوري غوښتونکي سناتوران له حکومت څخه غواړي چې د ټېک ټاک اپلیکیشن له لارې په امریکا کې د نومبر د میاشتې ټاکنو کې د چین د کمونست ګوند د ممکنه لاسوهنې تهدید وڅیړي.

مارکو روبیو، ټام کاتون او څو نورو امریکايي سناتورانو د سه شنبې په ورځ د جون ۲۸ ( زمري ۷) په یوه لیک کې د ټیک ټاک اپلیکشین له خوا د یو شمیر حساسو محتویاتو سانسور ته په اشارې ویلي باید هغو سانسور شویو محتویاتو ته پام وشي چې له ایغور مسلمانانو سره د چین د چلند په اړه شوي دي.

دا لیک د امریکا د استخباراتو د ملي ادارې رئیس، د کورني امنیت د وزارت سرپرست او د فدرال د تحقیقاتو ادارې رئیس ته استول شوی دی.

امریکايي قانون جوړونکو په دې لیک کې لیکلي: "په دې جدي اندیښنه لرو چې د چین کمونست ګوند په هغه کنټرول چې پر ټیک ټاک یې لري، سیاسي بحثونه منحرف او مداخله پکې وکړي څو د امریکایانو ترمنځ اختلاف رامنځ ته او خپلو سیاسي موخو ته ورسیږي."

د ټیک ټاک یوه ویاند رویټرز خبري آژانس ته ویلي، ددغه اپلیکیشن د ساتنې لپاره په فعاله توګه پانګونه کیږي او دا ټولنیزه شبکه به په تیرو ټاکنو کې د نورو ټولنیزو شبکو له تجربو ګټه واخلي.

د ټیک ټاک ویاند ویلي، دا شبکه د ناسمو معلوماتو په وړاندې سخت سیاست لري او سیاسي اعلانونه نه مني. د ټیک ټاک مسولینو همدارنګه ویلي ددې شبکې محتویات د هغه ټیم له خوا چې په کالیفورنیا کې میشت دی رهبري کیږي او هیڅ بهرنی دولت پرې نفوذ نلري.

بلخوا د چین د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند وانګ وینبین د چهار شنبې په ورځ د جولای ۲۹ په بیجینګ کې په یوې خبري غونډه کې وویل چې چین د امریکا د ټاکنو په چارو کې د دخالت هیڅ لیوالتیا نلري او په امریکا کې یې یو شمیر خاصو کړیو ته په خطاب کې وویل" د چینايي شرکتونو له ځپلو لاس واخلئ."

د چین او امریکا اړیکې په دې وروستیو کې د تجارت، کروناویروس، په هانګ کانګ کې د چین د سیاستونو او د چین په شینژیانګ ولایت کې د ایغور مسلمانانو په وړاندې د هغه هیواد د چلند له کبله خرابې شوي دي.

XS
SM
MD
LG