د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې د کروناویروس د پېښو نوی ریکارډ


د کروناویرس د نړۍ د بل هر هېواد په پرتله امریکا ډېره ځپلې ده
د کروناویرس د نړۍ د بل هر هېواد په پرتله امریکا ډېره ځپلې ده

د امریکا په متحدوایالتونو کې چارواکي وايي دغه هېواد په کرونا داخته کسانو د شمېر له پلوه یو بل ریکارډ جوړ کړ.

د امریکايي رسنیو د راټولو شویو شمېرو په اساس په امریکا کې د جمعې ورځ جون ۲۶ (چنګاښ۶) څه باندې ۴۰زره خلک د کرونا په ویروس اخته شوي دي. په یوه ورځ په کرونا د دومره ډېرو کسانو اخته کېدل تر دې دمه د خپل ډول لومړی ریکارډ دی.

په دغه ورځ د فلورېډا، جورجیا، جنوبي کارولینا، ټینیسي او یوتا کې تر نورو ډېر کسان په کرونا اخته شوي دي.

په فلورېډا او ټکساز کې چارواکو اعلان کړی دی چې ساقي خانې به بېرته تړي او نوي محدودیتونه به لګوي چې د کروناویروس د خپرېدو مخه ونیول شي.

د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پنس د کروناویروس دمخنیوي له ځانګړي ډلې سره په سپینې ماڼۍ کې په یو خبري کنفرانس کې وویل چې د امریکا په ۱۶ ایالتونو کې د کرونا پېښې زیاتې شوي او په ۳۴ نورو ایالتونو کې دا پېښې ثابتې پیدا شوې دي.

هغه وویل دا ښه خبره ده چې په فلورېډا او تکساز کې په کرونا ډېر اخته کسان تر ۳۵ کلونو کم عمر لري چې د ښاغلي پنس په خبره د کروناویروس په ضد یې د بدن مقاومت ښه دی او پایله به یې د اندېښنې وړ نه وي.

هغه وویل چې د فدرال حکومت هڅه کوي په جنوبي ایالتونو کې دا پېښې کمې کړي. ښاغلي پنس له امریکایانو وغوښتل چې د ایالتي او فدرال حکومتونو په لارښوونو عمل وکړي چې د کرونا د خپرېدو مخه ونیول شي.

دا په داسې حال کې دي چې د امریکا په یو شمېر ایالتونو کې د کرونا ویروس له کبله لګول شوي محدودیتونه کم شوي، رستورانتونه، عبادتځایونه، پارکونه او ډېر نور بېرته پرانیستل شوي دي.

امریکایي چارواکو له خلکو غوښتي چې ماسکونه وتړي او د یو بل ترمنځ فاصلې وساتي.

د دغو نویو شمېرو وروسته د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس په امریکا کې تر دې دمه ۲.۴۷ میلیون خلک د کرونا په ویروس اخته شوي او څه باندې ۱۲۵زره مړه شوي دي.

د کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي په ایالت کې خپور شو او دا مهال د نړۍ په ۱۸۸ هېوادونو او سیمو کې پرې څه باندې ۹.۸ میلیون انسانان اخته شوي‌ او شاوخوا ۲۹۴زره نوره مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG