د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د تایوان په هکله اندیښنې د چین د چارواکو سره شریکې کړي


د چین او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو په روم کې کتلي.
د چین او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو په روم کې کتلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکین د ایټالیا په پایتخت روم کې د نړۍ د شلو بډایو هیوادونو د مشرانو د غونډې په ترڅ کې د خپل چینایي انډول سره کتلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې د دواړو مشرانو تر منځ خبرې "ریښتیني، رغونکې او ګټورې وې" او ښاغلي بلنکین په غونډې کې چې تقریباً یو ساعت یې دوام وکړ، د امریکا د اندیښنو په هکله واضح څرګندونې وکړلې.

د دې چارواکي په حوالې ښاغلي بلنکین په غونډې کې ویلي چې چین د تایوان په هکله جنجال ډیر کړی او سره لدې چې متحده ایالات غواړي د "یو چین تګلاره" جاري وساتي خو د تایوان سره هم غیرې رسمي او دفاعي اړیکې غواړي.

تر دې وړاندې د امریکا جمهور رئیس د یوې پوښتنې په ځواب کې چې آیا متحده ایالات به د تایوان دفاع ته ور ودانګي ویلي و چې " هو، مونږ یې د کولو لپاره تعهد کړی" خو وروسته بیا امریکایي چارواکو وضاحت ورکړ چې د تایوتان په هکله د امریکا په دریځ کې بدلون ندی راغلی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم د سي ان ان تلویزیون سره په مرکې کې چې تیره ورځ خپره شوه وویل چې "د تایوان د اړیکو قانون له مخې د متحده ایالاتو په ژمنو کې هیڅ بدلون ندی راغلی چې هدف یې ډاډ ورکول دي چې تایوان د خپلې دفاع لپاره امکانات ولري او مونږ پدې تعهد ولاړ یو".

خو ها خوا بیا د چین د بهرنیو چارو وزارت متحده ایالات د دواړو هیوادونو د اړیکو په خرابید کې ملامت بولي.

د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي غواړي د خپل امریکایي سیال سره په منظمه توګه اړیکې وساتي چې د دواړو هیوادونو تر منځ د اختلافاتو د رفع کولو، ناسمو قضاوتونو مخنیوي او همکارۍ لټولو په هکله خبرې اترې وکړي.

چین د همدې روانې اکټوبر میاشتې په پيل کې د ملي دفاع په ورځ د تایوان جنوب لویدیځې خوا ته ۱۴۹ جنګي جیټ الوتکې پداسې بڼې واستولې چې ګویا برید کوي. دې کار تایوان مجبور کړ چې خپل د توغندیو د هوایي دفاع سیستم فعال کړي.

د دې کار نه وروسته د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن چین ته خبرداری ورکړی چې د چین د برید په ځواب کې امریکا د تایوان سره تعهد لري چې همکارۍ ته به یې وردانګي.

تایوان په ۱۹۴۹ کال کې د کورنۍ جګړې نه وروسته د چین نه بیل شو او متحده ایالاتو په ۱۹۷۹ کال کې د دې هیواد سره رسمې اړیکې پدې خاطر پرې کړلې چې چین په رسمیت وپیژني.

امریکا په ښکاره توګه په تایوان د چین د ملکیت ادعا مخالفت نکوي خو د قانون له مخې متعهده ده چې ډاډ ورکړي تایوان د خپلې دفاع لپاره توان لري.

XS
SM
MD
LG