د لاس رسي وړ اتصالات

ملگري ملتونه: د بروني اسلامي قوانین د بشري حقونو نه سرغړونه ده


ملگري ملتونو ویلي دي چې په بروني کې د زنا او همجنسبازۍ د سنگسار اسلامي قانون پلي کول د بشري حقونو نه سرغړونه ده.

دا قانون څو ورځې مخکې د دغه هېواد سلطان "حسن البلقیه" توشیح کړ چې په نړیواله کچه یې دبشري حقونو د ځینو سازمانونو انتقادونه او اندېښنې راوپارولې. دغه نوې مادې د بروني د شرعي قانون د جزا د قانون برخه شوه.

د ملگرو ملتونو د سرمنشي ویاند ډوجارس وویل چې سرمنشي انتینیو گټیرس په دی باور دی چې د نړۍ په هر گوټ کې دې پرته د کوم تبعیض د بشر د حقونو درناوی وشي.

هغه وویل: "په بروني کې چې کوم قانون پلې شویدی دا د بشري حقونو نه څرگنده سرغړونه ده. که د خلکو سره د هغوي د جنس او یا جنسي تمایل په وجه، تبعیض او تشدد کیږي نو مونږ باید خامخا د دی ډول چلند خلاف غږ پورته کړو او د مخنیوي کوښښ یې وکړو."

ښاغلي ډوجرس وویل چې انسانان باید د ژوند ازادي ولري. هغه زیاته کړه: "دا د هر چا حق دی چې په ازادۍ او درناوي سره ژوند وکړي".

سلطان په ۲۰۱۴ کال کې منلي وو چې دغه مادې به د قانون برخه ګرځوي. تر ۲۰۱۴م مخکې هم په بروني کې همجنسبازانو ته سزا ورکول کېده او آن تر ۱۰ کلونو پورې بندیان کېدل.

همدغه راز هغو ښځو ته هم سزا ورکول کېده چې له شرعي نکاح پرته به مېندوارې کېدلې. او هغوی ته هم سزا ټاکل شوې وه چې د جمعې د ورځې لمونځ به یې نه کاوه.

د نوي قانون له مخې، په بروني کې به د سنګسار حکم پر غیر مسلمانانو هم تطبیق کېږي. همدغه راز د غلو لاس به پرې کیږي او که د دویم ځل لپاره هم د غلا په تور محکوم شو، چپه پښه یې پرې کیږي

XS
SM
MD
LG