د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې د یوې افغانې ماشومې د فرزندۍ قضیه؛ سترې محکمې د استیناف غوښتنه رد کړه

د امریکا سترې محکمې د دوشنبې په ورځ (د اکتوبر ۱۹مه) د هغې افغانې ماشومې د قضیې د استیناف غوښتنه رد کړه چې دوو امریکایانو په فرزندۍ منلې ده.

د راپورونو له مخې، د ماشومې د منلو پر سر لانجه هغه مهال شدیده شوه چې د امریکا د سمندري ځواکونو پوځي وکیل، جوشوا مېسټ، له افغانستان څخه د ماشومې د افغان خپلوانو په ایستلو کې تر مرستې وروسته، دا ماشومه له ځان سره یووړه.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هڅه کوله چې ماشومه بېرته له خپلې افغانې کورنۍ سره یوځای کړي.

د ماشومې مور او پلار د ۲۰۱۹ کال په سپټمبر کې هغه مهال ووژل شول چې د امریکا د پوځ ځانګړو ځواکونو، د افغان ځواکونو په همکارۍ، په یوې کلیوالې سیمې کې پر یوه کور برید وکړ.

ماشومه، چې هغه مهال ډیره کوچنۍ وه، د ودانۍ له کنډوالو څخه وموندل شوه او د درملنې لپاره د بګرام هوايي اډې ته ولېږدول شوه. جوشوا مېسټ او مېرمنې یې هماغه مهال پرېکړه وکړه چې ماشومه په فرزندۍ ومني.

خو د ډونالډ ټرمپ د لومړۍ ولسمشرۍ پر مهال، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان له حکومت سره همکاري وکړه، څو د ماشومې ژوندي خپلوان ومومي. په پایله کې، د ماشومې د تره زوی او د هغه مېرمن د هغې د خپلوانو په توګه وپېژندل شول.

دې افغانې جوړې د ۱۸ میاشتو لپاره د ماشومې پالنه وکړه، خو په همدې موده کې د مېسټ کورنۍ، پرته له دې چې افغان خپلوان خبر کړي، د ویرجینیا ایالت له یوې محکمې څخه د ماشومې د فرزندۍ وروستی حکم ترلاسه کړ.

په ۲۰۲۱ کال کې، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال، جوشوا مېسټ له دې افغانې کورنۍ سره مرسته وکړه چې له هېواده ووځي. خو کله چې هغوی امریکا ته ورسېدل، مېسټ ماشومه، د هغې د افغان خپلوانو له اعتراض سره سره، د کډوالو د بیا مېشتېدنې له یوه مرکز څخه له ځان سره یووړه.

له دې پېښې وروسته، افغانې جوړې محکمې ته مراجعه وکړه او د فرزندۍ د حکم د لغوه کېدو غوښتنه یې وکړه. په ویرجینیا کې لومړنیو محکمو د هغوی په ګټه پرېکړه وکړه، خو د دې ایالت سترې محکمې د ایالتي قوانینو له مخې د شپږ میاشتني مهلت پر بنسټ د مېسټ د کورنۍ په ګټه حکم وکړ.

له دې وروسته، د ماشومې افغان خپلوانو د امریکا له سترې محکمې وغوښتل چې قضیه یو ځل بیا وڅېړي. د هغوی غوښتنې په افغانستان کې د امریکا د یوه پخواني سفیر او د متقاعدو پوځيانو او د فرزندۍ د نړیوالو ملاتړو یو شمېر ډلو خواخوږي هم ترلاسه کړ.

خو د امریکا سترې محکمې د قضیې د بیا څېړلو غوښتنه ونه منله.

د مېسټ کورنۍ، چې دا اووه کلنه ماشومه له څو کلونو راهیسې ورسره ژوند کوي، د افغان مدعیانو د خپلوۍ ادعا تر پوښتنې لاندې راوستې او ویلي یې دي چې د قضیې بیا پرانیستل ښايي د ماشومې پر ژوند ناوړه اغیز وکړي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

​
XS
SM
MD
LG