د لاس رسي وړ اتصالات

جان کېري: واشنگټن د مرکزي اسیا هېوادونو ته ژمن دی


جان کېري د پخواني شوروی اتحاد پنځو جمهوریتونو کې تم شو چی هغوی ته دا څرگنده کړی چی واشنگټن به د روسېې په څېر په سیمه کې فعال پاتې شي.
جان کېري د پخواني شوروی اتحاد پنځو جمهوریتونو کې تم شو چی هغوی ته دا څرگنده کړی چی واشنگټن به د روسېې په څېر په سیمه کې فعال پاتې شي.

جان کېری د تاجکستان له ولسمشر امام علی رحمانوف سره په پلازمینه دوشنبې کې ولیدل. هغه د افغانستان گاونډیو هېوادونو ته ډاډ ورکړ چی په افغانستان کې دې د متحده ایالاتو د عسکرو د شمیر د کمښت له امله اندېښنه نه کوي.

جان کیري نن د سه شنبی په ورځ د تاجکستان په پلازمینه دوشنبی کې هڅه وکړله چې د تاجکستان او ترکمنستان ولسمشرانو ته ډاډ ورکړي چی واشنگټن د مرکزي اسیا امنیت ته ژمن دی، که څه هم په گاونډي افغانستان کې د خپلو عسکرو شمېر کموي.

تاجکستان او ترکمنستان دواړه هېوادونه د اسلامي افراطیت د خپریدلو له امله ویره لري. همدرانگه د متحده ایالاتو چارواکي هم ویره لري چی د حکومت له خوانه به د هغوی خلاف سخت اقدامات ناوړه نتیجه ورکړي او په سیمه کې به غټه بی ثباتی منځته راشی. ځکه د رپوټونو له مخې د تاجکستان او ترکمنستان د بشري حقوقو پر سابقې باندی سختې نېوکې کېږي.

ښاغلي کېري د تاجکستان د ولسمشر او د هغه هیواد د بهرنیو چارو له وزیر څخه د تود هرکلي په هکله د مننې په ترڅ کې وویل "... زه په رښتیا هم ستاسو د هغه پریکړې مننه کوم چې د سي- پنځه د غونډې په اړه مو موافقه وکړه. مونږ ددې په اړه نورې خبرې هم کولای شو. زه دېته سترګې په لار یم چې د یو شمیر هغو مسایلو په اړه له تاسو سره خبرې وکړم چې مونږ یې په اړه ګډې اندیښنې لرو".

ښاغلی کېري د پخواني شوروی اتحاد په پنځو واړو جمهوریتونو کې تم شو چی هغوی ته دا څرگنده کړی چی واشنگټن به د روسېې په څېر په سیمه کې فعال پاتې شي.

ښاغلي کېري په دغه غونډه کې دا هم وویل چی زه تاسې ته ډاډ درکوم چې متحده ایالات یو داسې تاجکستان ته ژمن دی چې خپلواک، خوندي او سوکاله وي. زیاته یې کړله چی مونږ غواړو تاسو سره د اقتصادي ستونزو په هکله چې ډېر ې مهمې دي کار وکړو. همداراز مونږ غواړو چې هغې امنیتي همکارۍ ته هم دوام ورکړو او حتی نوره ېې زیاته کړو چې زمونږ ترمنځ موجوده ده.

د متحده ایالاتو چارواکي هیله من دي چی د مرکزي اسیا هېوداونه به له افغانستان نه د متحده ایالاتو د عسکرو د ایستلو سوکه بهیر ته په دې نظر وگوري چی واشنگټن دوی یوازې نه پریږدي. د جان کېری د سفر مقصد هم همدا وچی له دغو هېوادونو سره ېې نه یوازې امنیتي همکاري ټینگه اوژوره شي بلکه اقتصادی اړیکو کې هم همکاری زیاته شي.

د جان کیری سفر د مرکزی اسیا هیوادونو ته وروسته له هغه نه کېږي چی روسېې خبرداری ورکړ چی اسلام پال افراطیان له افغانستان څخه په سیمه کې خپریږي. مسکو دا اشاره هم ورکړله چی خپل نظامی حضور به زیات کړي.

که څه هم روسانو دا اندېښه د افراطیانو د خپریدلو له امله څرگنده کړیده، نه د سیاسي او جغرافیايی رقابت له امله؛ خو متحده ایالات شکمن دي چی گڼې مسکو غواړی خپله زړه امپراطوری بیرته راژوندۍ کړي.

XS
SM
MD
LG