د امریکا د متحدو ایالتونو د ملي امنیت په شورا کې د ترهګرۍ ضد څانګې مشر، سبسشن ګورکا خبرداری ورکړی چې واشنګټن به د طالبانو د “یرغمل نیونې ډیپلوماسۍ” په وړاندې هېڅ ډول زغم ونلري.
ګورکا د ایکس په ټولنیزې شبکې کې په یوه پوسټ کې لیکلي: «موږ به دا ناوړه عمل، یعنې د یرغمل نیونې ډیپلوماسي و نه زغمو، او د وسلهوالو ځواکونو اعلی سرقوماندان به تر هغې خپلو هڅو ته دوام ورکړي ترڅو چې هر هغه امریکایی چې طالبانو تښتولی—لکه ډنیس کویل، محمود شاه حبیبي، پاول اووربي او جورج ګلېزمن—بېرته امریکا ته راستانه شوي نه وي.»
ګورکا دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، د مارچ میاشتې په پیل کې افغانستان د “ناحقه بندي کولو ملاتړی دولت” په توګه ونوماوه.
د امریکا د ملي امنیت شورا د ترهګرۍ ضد څانګې مشر د مارکو روبیو دا اقدام طالبانو ته د واشنګټن “جدي خبرداری” بللی دی.
روبیو، د افغانستان د “ناحقه بندي کولو ملاتړي دولت” په توګه له نومولو سره، له طالبانو وغوښتل چې ډنیس کویل، محمود شاه حبیبي او «ټول هغه امریکایان چې په ناحقه په افغانستان کې بنديان دي، سمدستي خوشې کړي» او د “یرغمل نیونې ډیپلوماسۍ د تلپاتې پای ته رسولو” ژمنه وکړي.
له دې اقدام وروسته، د فدرالي تحقیقاتو ادارې (اف بي آې) ویلي چې هغه امریکایان چې په بهر کې برمته شوي، د هغوی د خلاصون او د یرغمل نیونکي یې عدالت ته سپارلو لپاره ژمن دي.
اف بي آې په ایکس شبکه کې معلومات هم شریک کړي چې پکې د محمود شاه حبیبي د تښتولو څرنګوالی او د هغو معلوماتو لپاره د پنځه میلیونه ډالرو انعام جزییات ورکړل شوي چې د هغه د ځای موندلو، پیدا کولو او امریکا ته د ستنولو سبب شي.
اف بي آې ویلي چې محمودشاه حبیبي، چې د افغانستان د ملکي هوايي چلند پخوانی رئیس دی، ادعا کېږي چې د ۲۰۲۲ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو د عمومي استخباراتو ریاست کارکوونکو له خوا په کابل کې د خپل کور ته نږدې نیول شوی دی.
اف بي آې زیاته کړې: «له هغه وخت راهیسې ښاغلی حبیبي تری تم دی، او طالبانو تر اوسه د هغه د ځای یا وضعیت په اړه هېڅ معلومات نه دي ورکړي.»
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د امریکا دا اقدام، چې افغانستان یې د “ناحقه بندي کولو ملاتړی دولت” بللی، “د افسوس وړ” ګڼلی او ادعا یې کړې چې د دې ډلې حکومت د هېڅ هېواد وګړي د “معاملې د وسیلې” په توګه نه دي نیولي.
د طالبانو حکومت، د امریکايي چارواکو او طالبانو ترمنځ د امریکايي برمته شویو کسانو په اړه خبرو ته په اشارې سره ویلي چې دا موضوع باید د دواړو لوریو د روانو خبرو له لارې په “مناسب ډول” حل او فصل شي.
سبسشن ګورکا تېرې میاشتې هم خبرداری ورکړی و چې که طالبان امریکايي وګړي خوشې نه کړي، نو دې ډلې ته به بد عواقب ولري.
امریکايي چارواکو ویلي چې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، په تېر یو کال کې په افغانستان کې د طالبانو له بنده پنځه امریکايي وګړي ازاد کړي دي.
فورم \ دبحث خونه