د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا جګپوړې دېپلوماتې له طالبانو سره لېدلي دي_راپور


میرمن الېس وېلز د افغانستان او پاکستان په چارو کې یوه فعاله امريکايي دېپلوماته ده
میرمن الېس وېلز د افغانستان او پاکستان په چارو کې یوه فعاله امريکايي دېپلوماته ده

د امریکا د بهرنېو چارو وزارت یوې جګپوړې دپیلوماتې له طالب چارواکو سره د افغانستان د سولې په باب خبرې کړې دي.

د جنوبي او مرکزي آسيا په چارو کې د بهرنیو چارو د وزارت جګپوړې استازې الېس وېلز د سولې د خبرو لپاره د زمینې په برابرولو له طالب استازو سره بحث کړی دی.

د امریکا وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې خبر ورکړی چې لیدنه په قطر کې شوې ده او هدف یې دا و چې د سولې د ممکنه خبرو لپاره پر اساساتو خبرې وشي. ویل شوي چې په مذاکراتو کې د طالبانو د سیاسي کمېسیون غړو برخه اخېستې وه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دوحه کې د امریکايي استازو او طالبانو ترمنځ له تبصرې ډډه کړې ده خو دا یې منلي چې میرمن الېس وېلز د قطر د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال او نورو قطري چارواکو سره د افغانانو په مشرۍ د سولې د خبرو په باب ملاقاتونه کړي دي.

د افغانستان حکومت د لومړي ځل لپاره د روژې له ۲۷ ورځې څخه د اختر تر پنځمې ورځې پورې له طالبانو سره اوربند اعلان کړ. په مقابل کې یې طالبانو یواځې د اختر په دریو ورځو کې اوربند مراعات کړ.

ورځپاڼه وایې چې د قطر مذاکرات تر همدغه اوربند وروسته د راټوکېدلو هیلو په اساس ترسره شوي دي. امریکايي دپیلوماتان او پوځیان دواړه د افغان حکومت د سولې هلې ځلې ستايي. د چهارشنبې په ورځ د قاطع ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن په پکتیا کې د اوربند د مراعات کولو په خاطر له افغان طالبانو څخه مننه وکړه.

نېکلسن وویل چې لومړني اوربند وښودله چې "افغانان سولې ته زیات هيله من دي."

د رئپوټونو په اساس، د امریکا ولسمشر خپلو دېپلوماتانو ته لارښونه کړې چې له طالبانو سره د مخامخ مذاکراتو زمینه برابره کړه. څو ورځې مخکې، په افغانستان، قطر او متحده عربي اماراتو کې د امریکايانو او طالب استازو ترمنځ د مخامخ مذاکراتو خبر خپور شو.

طالبانو ددغو لېدنو کتنو په اړه تراوسه تبصره نه ده کړې. د افغانستان د سولې په باب د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایې چې له ټولو ممکنه لارو چارو څخه ګټه اخلي، خو د سولې خبرې به د افغانانو په مالکیت او د افغانانو په مشري وي.

XS
SM
MD
LG