د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: امریکا لومړي ځل په افغان جگړه کې زیات پرمختگ کړی


جمهور رئیس ټرمپ د میزوري ایالت په کنزاس ښار کې امریکایي پوځیانو ته د وینا پر وخت
جمهور رئیس ټرمپ د میزوري ایالت په کنزاس ښار کې امریکایي پوځیانو ته د وینا پر وخت

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ ویلي دي چې هیواد یې له کلونو وروسته لومړي ځل په افغانستان کې ډېر پرمختگونه کړي دي.

جمهور رئیس ټرمپ چې سه شنبه (جولاۍ ٢۴) ناوخته یې د میزوري ایالت په کنزاس ښار کې امریکایي پوځیانو ته چې په بهرنیو جگړو کې یې برخه اخیستې خبرې کولې وویل "د افغانستان په جگړه کې پر امریکایي پوځیانو باندې د غیر ضروري محدودیتونو لغو کول د هغه هیواد په جگړو کې د پرمختیا له عمده لامیلونو څخه دي. "

ښاغلي ټرمپ وویل "مونږ په افغانستان کې د خپلو جنگي سرتیرو پر وړاندې غیر ضروري محدودیتونه لرې کړل. هغوی چې زمونږ د هیواد لپاره ځان او د بدن غړي له لاسه ورکوي د جنگي قواعدو وړتیا لري ترڅو بالاخره داسې فرصت ترلاسه کړي چې دښمن ته ماتې ورکړي. مونږ د لومړي ځل لپاره د اوږدو کلونو وروسته په افغانستان کې زیاتې پرمختیاوې درلودلي دي."

خو ښاغلي ټرمپ د افغانستان په جگړه کې د پرمختیاو په اړه جزییات څرگند نه کړل.

دا پداسې حال کې دي چې د افغانستان لپاره د امریکا د مرستو د سرمفتیش ادارې یا سیگار د روان کال د می په میاشت کې اعلان کړی و چې "د افغانستان حکومت د ۴٠٧ ولسوالیو له جملې نه پر ٢٢٩ ولسوالیو (٥٦،٣ فیصده خاورې) کنترول لري، پداسې حال کې چې طالبان پر ٥٩ ولسوالیو (١۴،٥ فیصده خاورې) واکمن دي او دواړه اړخونه حکومت او طالبان پر نورو ١١٩ ولسوالیو (٢٩،٢ فیصده خاورې) باندې د تسلط لپاره په جگړه بوخت دي.

د امریکا جمهور رئیس پداسې حال کې د افغانستان د جگړې د پرمختیا په اړه څرگندونې کړي چې د اسلامي دولت د ډلې یا داعش او طالبانو پر ضد د امریکایي قواو بمباریو په بیساري توگه زیاتې شوې دي.

د خپرو شویو شمیرو له مخې تر دې دمه په روان کال کې د ډورن په گډون امریکایي جنگي الوتکو ٢٩١١ راکټونه او بمونه په افغانستان کې د داعش په گډون د افغانستان د دولت ضد یاغیانو پر مورچلو استعمال کړي دي.

ددې رپوټ له مخې د ٢٠١٧ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې د سخت دریځو پر مرچلو باندې ١٦٣۴ راکټ او بمونه توغول شوي وو.

په جگړه کې پرمختگ او اوربند

پدې ترڅ کې د امریکا د مرکزي قواو قوماندان جوزف ووټل، چې کابل ته تللی و ویلي دي چې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا ستراتیژي گټوره ثابته شوې ده.

په افغانستان کې د ناټو قاطع ماموریت د یوې اعلامیې خپرولو سره د جنرال ووټل له قوله ویلي دي چې "په احتیاط خوشبیني او شواهد شته چې د اسیا د جنوب لپاره زمونږ ستراتیژي موثره ده."

ښاغلي ویټال د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د اختر په ورځو کې اوربند د امریکا د ستراتیژۍ د گټورتیا لپاره "د پام وړ شواهدو" په توگه وگاڼه.

جنرال ووټل ټینگار وکړ چې د کوچني اختر په ورځو کې موقت اوربند په تیرو ١٧ کلونو کې د بل هر وخت په پرتله افغانستان "سولې ته نژدې" کړی دی.

پدې ترڅ کې د افغانستان د دفاع وزیر د چهارشنبې په ورځ د پکتیا ولایت مرکز گردیز ته د سفر پر وخت وویل چې ”نږدې راتلونکی ممکن له وسله والو طالبانو سره دويم اوربند اعلان شي. زموږ امنيتي ځواکونه او محلي ادارې بايد ورته پوره چمتووالی ولري، څو د دولت د پاليسۍ او لارښوونې سره سم سولې ته زمينه برابره کړو‟.

د افغانستان د دفاع وزیر د څرگندونو سره جوخت په افغانستان کې د ناټو د قاطع ماموریت قوماندان جنرال جان نکلسن، د اختر په دریو ورځو کې د اوربند په خاطر د طالبانو نه مننه وکړه.

جنرال نکلسن وویل "دې اوربند نړۍ ته وښودله، چې افغانان سولې ته څومره هيله من دي. تاسو پوهېږئ چې نړيواله ټولنه په ټول قوت سره ستاسو افغانانو تر شا ولاړه ده او موږ د سولې له پروسې کلک ملاتړ کوو."

ښاغلي نکلسن زیاته کړه چې د ناټو غړي هېوادونه دې ته تيار دي، چې د افغان امنيتي ځواکونو د پياوړتيا لپاره تر ۲۰۲۴ کال پورې خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG