د لاس رسي وړ اتصالات

داعش د کابل د چاودنو مسولیت واخیست؛ بایډن د تخلیې عملیات به تکمیل شي


د امریکا جمهور رئیس جوبایډن وایي د کابل د نړیوال هوایي ډګر یوې دخولي دروازې ته نږدې د پنجشنبې په روځ اګست ۲۶ ( وږې څلورمه ) د چاودنو سره سره به د تخلیې عملیات به تکمیل شي.

د امریکایي چارواکو په وینا په دې چاودنو کې ۱۲ امریکایان ووژل شول او څه باندې لس ټپیان شول.

د کابل دې خونړي برید د ولسمشر بایډن د پنجشبې د ورځې کاري پروګرام هم ګډوډ کړ. ټاکل شوې وه چې جمهور رئیس بایډن د پنجشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د اسرائیلو له صدر اعظم نفتالي بینت سره وګوري خو د کابل له برید وروسته دا پروګرام د جمعې ورځې ته وځنډول شو.

ښاغلي بایډن همدارنګه د امریکا د ایالتونو له والیانو سره د تازه راغلو افغانانو د ځای په ځای کیدو په اړه خپل ویډیویي کنفرانس هم لغوه کړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د چهار شنبې له غرمې وروسته راپور ورکړ چې تر هغه وخته یې لږ تر لږه ۴۵۰۰ امریکایي اتباع له افغانستان څخه ایستلي او ۱۵۰۰ نور لا تر اوسه په هغه هیواد کې پاتې دي.

د امریکا یو شمیر متحدینو اعلان کړی چې له افغانستان څخه د انتقال عملیات دروي څو لږ تر لږه امریکا ته فرصت مساعد شي چې خپل ۵۰۰۰ پوځیان چې د انتقال د عملیاتو لپاره یې د کابل په هوایي ‌ډګر کې ځای پرځای کړي دي، د راتلونکې سه شنبې ورځې ( اګست ۳۱) پورې له افغانستان څخه وباسي.

د طالب چارواکو په وینا د کابل د هوایي ډګر یوې دروازې ته نږدې په دې چاودنه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ۱۰۰ ملکي افغانان وژل شوي او څه باندې ۱۰۰ نور ټپیان شوي دي.

دا برید هغه مهال وشو چې په زر ګونه کسان د کابل د هوایي ډګر دروازو شاته راغونډ شوي وو او له هیواد څخه یې د وتلو هڅه کوله.

له دې وړاندې د امریکا او بریټانیا په ګډون یو شمیر غربي هیوادونو خپلو اتباعو ته د امنیتي تهدیداتو په اړه خبرداری ورکړی وو او هغوی ته یې سپارښتنه کړې وه چې د کابل هوایي ډګر ته ولاړ نشي.

د اعماق خبري رسنۍ چې تل د داعش بورې اړوند تبلیغات خپروي، د خپل ټلګرام په کانال کې لیکلي چې د کابل د هوایي ډګر څخه بهر د پنجشنبې برید یوه داعشي ځانمرګي برید کوونکي کړی دی.

داعش ادعا کړې چې د هغوی یوه بریدګر وکولای شوای،"ځان د کابل هوایي ډګر ته نږدې د باران په کمپ کې د ژباړونکو او د امریکا د اردو د همکارانو جمعیت ته ورسوي او خپل انتحاري واسکټ وچوي چې له امله یې د طالب جنګیالیو په ګډون ۶۰ تنه ووژل شول او څه باندې سل نور ټپیان شول.‌"

بلخوا د امریکا د استازو په مجلس کې د جمهوري غوښتونکو مشر کیفن مک کارټي د مجلس له مشرې ننسي پلوسي څخه غوښتي دي چې د مجلس عمومي غونډه راوبولي او په داسې یوې لایحې کار ورکړي تر څو چې له افغانستان څخه ټول امریکایي اتباع او امریکایي پوځیان نه وي وتلي، بهر نشي،

خو داسې نه ښکاري چې میرمن پلوسي مجلس راوغواړي ، ځکه اکثریت دیموکراتان له جمهور رئیس بایډن سره یوه خوله دي او د اګست تر ۳۱ پورې له افغانستان څخه د ټولو امریکایانو د وتلو غوښتنه کوي.

په ورته وخت کې په کابل کې د امریکا شارژدافیر راس ویلسن اې بي سي خبري آژانس ته ویلي دي ټول هغه امریکایي اتباع چې غواړي له هغه هیواده بهر شي، د کابل هوایي ډګر ته د تللو خوندي لارې موجودې دي.

سپینې ماڼۍ د پنجشنبې په ورځ اګست ۲۶ ( وږې څلورمه) راپور ورکړ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې شاوخوا ۱۳۴۰۰ کسان له افغانستان څخه وتلي دي.

د سپینې ماڼۍ د راپور له مخې، د اګست له ۱۴ څخه تر اوسه پورې ۹۵۷۰۰ تنه او د جولای میاشتې له پای څخه تر اوسه پورې ۱۰۱۳۰۰ کسان د امریکایي او ناټو پوځیانو له خوا له افغانستان څخه ایستل شوي دي.

XS
SM
MD
LG