د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا له خطر سره مخ افغانانو د انتقال بهیر چټکوي


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې له خطر سره مخ افغانانو د انتقال بهیر چټکوي خو د امنیتي دلایلو له کبله په دې اړه ډېر جزیات نشي ورکولای.

د دغه وزارت یو ویاند امریکا غږ ته وویل: «هڅه کوو چې امریکايي اتباعو، د امریکا د دایمي اقامې د اسنادو لرونکو، د مهاجرت د ځانکړو ویزو لرونکو، افغان همکارانو او نورو واجد شرایط کسانو او کورنیو ته یې، چې غواړي له افغانستان څخه ووځي، یوه مصونه لار پیدا کړو.»

دغه ویاند وویل چې د واجد شرایط افغانانو او د مهاجرت د ځانګړو ویزو لرونکو د انتقال بهیر د چټکتیا لپاره یې سرچېنې او امکانات زیات کړي دي.

هغه وویل: «امریکا ته راتلونکي ټول [پناه غوښتونکي] به له امنیتي پلوه وارزول شي، بایومیتریک به شي، دا کار د مهاجرت، استخباراتي او د ترهګرۍ ضد ادارو له لوري مخې ته وړل کېږي.»

نوموړي وویل چې د نویو بدلونو له کبله د «السیلیه» په کمپ کې د افغان پناه غوښتونکو د پاتې کېدو موده پام وړ کمه شوې ده او په دغه کمپ کې د ډېرو هغو خلکو، چې اسناد یې منل کېږي، د پاتې کېدو موده یوه یا دوې میاشتې دي.

دا کمپ په دوحه کې دی. د امریکا حکومت په دا ډول کمپونو کې د پناه غوښتونکو د اوسېدو لګښتونه ۱.۲ میلیارد ډالرو ته لوړ کړل.

نوموړي زیاته کړه چې د افغان متحدینو د انتقال او د کمپونو د سیستم د ښه والي هلې ځلې روانې دي او یوازینی شی چې تغیر نکوي «د امریکایانو د مصونیت په برخه کې زموږ ژمنه ده».

واشنګټن پوست څه موده مخکې د امریکايي چارواکو له خولې لیکلي وو چې شاوخوا ۷۰۰۰ افغانان د امریکا په پوځي اډو کې د انتقال لپاره انتظار باسي، خو د بهرنیو چارو وزرات ویاند په دې اړه تبصره ونکړه.

مرسته کوونکي ادارې وايي راغليو افغانانو ورته ویلي دي چې د پاتې افغانانو ژوند له خطر سره مخامخ دی. د «افغانستان د ازادۍ پروژې» مشر راین مورو امریکا غږ ته وویل: «موږ هڅه کوو چې د انتقال فرصتونه ومومو خو تر دې دمه نه یو توانېدلي.»

نوموړي وویل چې ځينې کسان له افغانستان څخه پاکستان او ایران ته تيښتي چې بیا پوهېږي هلته هم له «وحشتناک وضعیت» سره مخامخ دي.

ښاغلي مورو وویل: «دوی په غالب ګمان وهل کېږي، ځورول کېږي او له شکنجې سره مخامخېږي او بېرته افغانستان ته استول کېږي. داسې کومې لارې چارې نشته چې موږ یې خلکو ته سپارښتنه وکړو خو ځینې خلک غواړي دا لارې هم وازمايي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزات ویاند وویل امریکا د افغانستان ګاونډیان هڅوي د افغانانو په مخ خپلې دروازې پرانیزي.

د امریکا متحدو ایالتونو د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې له افغانستان څخه خپل ځواکونه واېستل او هلته یې خپل شل کلن ماموریت پای ته ورسوه. په دغه لړ کې یې د انتقال په بهیر کې شاوخوا ۱۰۰زره افغانان هم واېستل چې په دې کې حکومتي مقامات، د بهرنیو ځواکونو ترجمانان، همکاران، بشري حقونو فعالان، خبریالان او نور شامل دي.

د دغه بهیر منتقدین وايي چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو بشپړ وتل یوه تېروتنه وه، خو ولسمشر بایډن ویلي دي چې دا مسئله ورته له تېرې ادارې ورپاتې وه او بله لار یې نلرله.

XS
SM
MD
LG