د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا چین ته: له خپلو تجارتي ګټو دفاع کوو


US EU Trade
US EU Trade

د امریکا د متحده ایالتونو جګپوړې تجارتي مرکچي د سه شنبې په ورځ اکټوبر پنځمه (تلې۷) وویل چې چین د تیر کال په ژمنو کې ناکام شوی او واشنګټن به ډیر ژر له بیجینګ سره روښانه خبري اتري وکړي.

میرمن کټرین ټای د خبرو پرمهال وویل:"چین ژمنه کړې وه چې ورڅخه د کرنې په شمول د امریکا مشخص صنعتونه مستفید کیدل او موږ باید دا تعهد عملي کړو."

د هغه توافق د یوې برخې له مخې چې بیجینګ د امریکا له پخواني جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ سره لاسلیک کړی وو، چین باید د ۲۰۰ میلیاردو اضافه ډالرو په ارزښت د امریکا صادراتي توکي اخیستي وای.

میرمن ټای ویلي‌ دي‌، چین په خپله دې ژمنه کې پاتې راغلی دی او زیاته کړې یې ده چې له خپل چیني سیال لیو هي سره به ملاقات وکړي.

دغې امریکایي‌ چارواکي چې د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو په مرکز کې خبري کولې وویل" له هر څه مخکې باید د خپلو اقتصادي ګټو دفاع وکړو."

د ټرمپ د حکومت د تجارتي تګلارې دوام

د مالي خدماتو د ډلې مرستیال ویلیم آدمز په دې باور دی چې د میرمن ټای پیغام په دې معنی دی چې د امریکا اوسنی حکومت له چین سره د ډانلډ ټرمپ د حکومت تجارتي تګلاره تعقیبوي.

خو له دې سره سره میرمن ټای وویل د امریکا جمهور رئیس د بیجینګ او واشنګټن ترمنځ د تجارتي پرمختګ په هدف په پام کې لري چې پر چین یو شمیر هغه ګمرکي تعرفي لیرې کړي چې د ډانلډ ټرمپ‌ د حکومت پرمهال لګیدلي وې.

د ډانلډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا پخواني حکومت پر چین ګمرکي تعرفې وضع کړې او چین هم په مقابل کې په غچ اخیستونکو اقداماتو لاس پورې کړ.

د نړۍ ددغو دوو سترو اقتصادونو ترمنځ تجارتي لانجه ددې لامل شوه چې په نړیوالو بازارونو کې د ونډو ارزښت راټیټ شي او نړیوال اقتصاد له ګواښ سره مخ شي.

ډانلډ ټرمپ پر وارداتي پولادو او المونیمو د ګمرکي تعرفو په لګولو سره له خپل اقدامه دفاع وکړه او ویې ویل له چین سره به د تجارتي لانجې د زیاتیدو په صورت کې، امریکا ورڅخه مستفیده شي.

د امریکا پخواني جمهور رئیس د ۲۰۱۶ کال د ټاکنیزو مبارزو پرمهال ژمنه کړې وه چې امریکا ته به پر واردیدونکو توکو تعرفې وضع کړي ، ځکه د هغه په باور، د نړۍ هیوادونه په ځانګړې ډول چین، له امریکا څخه ګټه پورته کوي.

XS
SM
MD
LG