د امریکا د مالیې وزیرې جینت یلین چین ته د خپل څلور ورځني سفر په پای کې وویل چې له چینايي مقاماتو سره یې لیدنې ګټورې وې او دا چې د امریکا او چین ترمنځ اړیکې د "ډاډ وړ" دي.
میرمن يلين د جولای په نهمه نېټه (چنګاښ ١٨مه) په بېجينګ کې د امريکا په سفارت کې خبريالانو ته وويل چې د "چين غيرعادلانه اقتصادي تګلارو" او په چين کې د امريکايي تشبثاتو پر وړاندې د بېجينګ د اقداماتو له امله د نړۍ د دوو قدرتونو ترمنځ "جدي اختلافات" شته دي.
خو سره له دې یلین وویل چې هغه پخپله او د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن دواړه پدې باور دي چې "نړۍ په پوره اندازه ستره ده چې د دواړو هیوادونو [امریکا او چین] اقتصادي پرمختګ ته ځای ورکړي."
د ملي امنیت او سوداګریزو مسلو له امله د بیجینګ او واشنګټن ترمنځ په اړیکو کې د کړکیچ سره سره، د دواړو هیوادونو لوړ پوړو مقاماتو په وروستیو اونیو کې د اړیکو د نورمال کولو په هدف سره لیدنې کتنې کړي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن تیره میاشت چین ته لومړی سفر وکړ او همداشان د اقلیم د بدلون په چارو کې د امریکا د ولسمشر ځانګړی استازی جان کیري د روانې میاشتې په وروستیو کې چین ته سفر کړی و.
په پام کې ده چې جو بايډن به د روان کال په سپټمبر کې په هند کې د جي ۲۰ غونډې په څنډه کې او يا د اسيا – ارام سمندر د اقتصادي همکاريو په غونډه کې چې ټاکل شوې د روان کال په نومبر کې په امريکا کې وشي، د چين له ولسمشر شي جين پينګ سره وګوري.
د متحده ایالاتو د مالیې وزارت یو لوړ پوړي مقام وویل چې چین ته د یلین سفر د پالیسۍ د کوم لوی پرمختګ لامل نه شو، خو وویل چې دا سفر د "د اړیکو د بیا ټینګولو" او د اړیکو جوړولو په برخه کې "ډیر بریالی" و.
يلين د شنبې په ورځ د دغه سفر په ترڅ کې د چين د صدراعظم له مرستيال هي ليفنګ سره پنځه ساعته ليدنه وکړه، د امريکا د مالیې وزارت دغه ليدنه "صادقه، څرګنده، ګټوره او هراړخيزه" وبلله او چينايي رسنيو هم دغه ليدنه "ژوره، عملي او صادقانه" ګڼلې ده.
یلین د چین د ټکنالوژۍ په صادراتو باندې د متحده ایالاتو د حکومت د محدودیتونو دفاع وکړه چې بیجینګ یې مخالفت کوي، خو وویل چې دا ډول توپیرونه باید دواړه هیوادونه "مخ پر ودې بازارونو او مخ په ودې هیوادونو کې د پور او د اقلیم د بدلون ستونزو" ته د حل لارې موندلو مخه ونیسي.
د چین دولتي خبري اژانس سینهوا راپور ورکړی چې چینايي مقاماتو د چین په وړاندې د امریکا د بندیزونو او د واشنګټن د محدودیتونو په اړه اندیښنه څرګنده کړې. د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د صدراعظم مرستيال ویلي چې د اړيکو د ښه کولو لپاره بايد دواړه هېوادونه هغو موافقو ته مراجعه وکړي چې د تېر نومبر په مياشت کې د جو بايډن او شي جين پينګ ترمنځ شوې دي.
میرمن یلین د جمعې په ورځ د چین له صدراعظم لی کیانګ سره هم وکتل او د متحده ایالاتو د مالیې وزارت د دواړو مقاماتو ترمینځ خبرې "صادقانه او رغنده" وبللې.
د چین د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د دغه هېواد صدراعظم د امریکا او چین اقتصادي ګټې "سره وصلې" بللې او ویلي یې دي چې د چین اقتصادي پرمختګ د امریکا لپاره د ننګونو پر ځای یو فرصت دی.