د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي مقامات: روسیې پر اوکراین د برید لپاره ۷۰فیصده لازم ځواکونه په پوله میشت کړي


امریکایي مقامات وایي روسیې پر اوکراین باندې د برید لپاره ۷۰ فیصده لازم ځواکونه ددې هیواد په پوله ځای پر ځای کړي دي.

دغو امریکایي مقاماتو د نوم د نه ذکر کیدو په شرط ویلي داسې بریښي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین،‌ نیت لري چې په راتلونکو اونیو کې پر اوکراین برید وکړي. خو بیا هم دې مقاماتو ویلي چې یوې دپلوماتیکې حل لارې ته رسیدل لا هم ممکن دي.

دغو امریکایي مقاماتو د خپلې وړاندوینې د اساس لپاره څو موضوعګانې ذکر کړي دي. یوه له دغو موضوعګانو څخه د روسیې اټومي ستراتیژیکو ځواکونو تمرینونه دي، چې هر کال په مني کې کیږي، خو دا ځل ټاکل شوې چې د فبرورۍ له نیمایي څخه تر مارچ میاشتې پورې وشي.

هغوی ویلي چې ښایي روسیه ددې تمرینونو په ترڅ کې خپل اوږد واټن ویشتونکي میزایل وازمایي او هغه په اوکراین کې د لویدیځ د مداخلې د مخنیوي لپاره د یو پیغام په توګه وکاروي.

امریکایي مقاماتو پدې وروستیو اونیو کې ویلي چې ښایي روسیه نسبتاً ژر د اوکراین پر پوځ برلاسي شي، خو د هغوی په وینا مسکو به د خپل اشغال د ساتلو لپاره د ستونزو او پاڅونونو سره مخامخ شي.

دا پداسې حال کې دي چې د امریکا حکومت پدې هیله استخباراتي معلومات بربنډوي چې مخکې له مخکې د روسیې د تبلیغاتو او په اوکراین باندې د برید په مقصد د یوې بهانې د ترلاسه کولو لپاره د مسکو د طرحو مخه ونیسي.

خو د امریما د ولسمشر جو بایډن اداره د خپلو ادعاو په اړه د مدارکو د وړاندې کولو په خاطر د نیوکو سره مخامخ شوې ده.

د نیویارک ټایمز او واشنګټن پوست ورځپاڼو پرون رپوټ ورکړی و چې مقاماتو خبرداری ورکړی چې روسیه پر اوکراین باندې د برید په ترڅ کې به کیف سمدستي اشغال کړي؛ هغه برید چې شاوخوا ۵۰زره تنو ته به په کې مرګ ژوبله واوړي. خو څرګنده نده چې د امریکایي مقاماتو ددغو وړاندوینو اساس څه دی.

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن ویلي چې د اوکراین د جګړې لپاره ځواکونه نه استوي، خو رومانیا او پولنډ ته یې د ځواکونو د استولو امر کړی دی چې په ختیځه اروپا کې ناټو تقویه کړي. ددغو ځواکونو لومړنۍ جوپه پولنډ ته رسیدلي ده.

اوکراین د ناټو تړون د متحدینو څخه دی او روسیه ټینګار کوي چې دغه هیواد باید د ناټو غړی نشي؛ هغه وړاندیز چې امریکا او ناټو رد کړی دی.
متحده ایالاتو او اروپایي متحدینو یې خبرداری ورکړی چې که روسیه پر اوکراین برید وکړي د سختو بندیزونو په ګډون د جدي پایلو سره به مخامخ شي.

XS
SM
MD
LG