د لاس رسي وړ اتصالات

لندسي ګراهام: د مۍ په میاشت کې له افغانستان څخه نه وځو


امریکایی سناتور لیندسي ګراهام
امریکایی سناتور لیندسي ګراهام

د امریکا یو سناتور لندسي ګراهام وايي چې امریکایي ځواکونه به هغه وخت له افغانستان څخه ووځي چې شرایط برابر شي.

ښاغلي ګراهم د سي بي اس تلویزون ته په مرکې کې ویلي دي چې د ولسمشر بایډن د حکومت له دې وړاندیز سره موافق دی چې افغانستان کې دې ځواکونه وساتل شي.

هغه وویل: « فکر کوم موږ به د مۍ په میاشت کې (افغانستان) څخه ونه وځو. موږ به هغه وخت ووځو چې شرایط برابر شي.»

هغه زیاته کړه چې طالبان دوکه کوي او د دوحې تړون نه عملي کوي.

ښاغلي ګراهام وویل: «که ژر ووځو او شرایط په پام کې ونه نیسو، داعش او القاعده به بیا هلته رېښې وکړي. ښځې به ډېرې زیانمنې شې.»

نوموړي‌ د امریکا د نوي حکومت هغه دریځ وستایه چې غواړي په افغانستان کې د کمو امریکايي سرتېرو د پاتې کېدو مسئله وارزوي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د مطالعې ډلې په خپل تازه راپور کې ویلي دي چې له افغانستان څخه ژر وتل به هلته نظم او نظام وپاشي، سیمې ته به منفي پایلې ولري او د امریکا متحده ایالتونو ته به ګواښونه وزېږوي.

د امریکا ګانګرس د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې دا ډله جوړه کړه.

د مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ حکومت د ۲۰۲۰ د فبرورۍ په میاشت کې له طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک کړ. د امریکا د نوي ولسمشر جوبایډن ادارې ویلي دي چې دا تړون به له سره ارزوي چې پوه شي طالبانو په خپلو ژمنو عمل کړی دی که نه.

د امریکا د ملي امنیت مشاور جیک سولیوان ویلي دي چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د برخلیک او د دغه هېواد په اړه د واشنګټن تګلاره به د همدغې ارزونې په اساس ټاکل کیږي.

ولسمشر محمد اشرف غني هم له ښاغلي بایدن څخه غوښتي وو چې پر طالبانو فشار راوړي او له افغانستان څخه د عسکرو په وتلو کې بېړه ونکړي.

د ناټو ځینو چارواکو هم څه موده مخکې رویټرز خبري اژانس ته ویلي وو چې ځواکونه به یې د مۍ له میاشتې وروسته هم په افغانستان کې وي او له دغه هېواد څخه به د هغوی وتل په شرايطو پورې تړلي وي.

طالبانو ویلي که د مۍ په میاشت کې امریکايي عسکر ونه وتل دوی به خپله جګړه روانه ساتي. د امریکا-طالبانو په تړون کې راغلي‌ چې امریکايي سرتېري په د ۲۰۲۱ د مۍ په میاشت کې له افغانستان څخه وځي.

XS
SM
MD
LG