د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: ترکیه او امریکا د داعش پرضد مشترک اهدف لري


په ترکیې کې د امریکا سفیر جان بس
په ترکیې کې د امریکا سفیر جان بس

د امریکا او ترکیې چارواکي پر هغو لارو چارو خبرې کوي چې څنګه د سوریې د میانه روه مخالفینو سره مرسته وکړي چې د ترکیې د سرحدي سیمو څخه د اسلامي دولت ډله د سوریې پر ختیځ لوري پسي واخلي او دغسي پرمختګ پسي وکړي.

په ترکیې کې د امریکا سفیر جان بس د پنجشنبې په ورځ د خبریالانو سره د خبرو پرمهال په انقرې کې وویل چې ترکیه او امریکا دواړه د اسلامي دولت پرضد په مبارزې کې یو شان اهداف لري.

هغه وویل "ځینې ډلې اوس په دې توانیدلي دي چې خپله زیاته توجه د داعش یا اسلامي دولت د ډلې سره مبارزې ته واړوي چې هغوي د مبجي د سیمې څخه پسي واخلي."

هغه وایي امریکا په ترکیه کې د خپلو ملګرو او متحدینو سره کار کولو ته ژمنه ده او زیاتوي چې "زه فکر کوم چې دا مهمه ده چې په یاد یې وساتو چې امریکا او ترکیه یوشان اهداف لري."

ښاغلي بس دغه راز پر کردي یاغیانو باندې هم غږ وکړ چې په ترکیې کې دي تشدد ته خاتمه ورکړي او خپلې وسلې دي پر ځمکه کښیږدي. نوموړي زیاته کړه چې د کردانو د کارګر ګوند او ترکیې ترمنځ د سولې د خبرو پروسه هغه مهال شروع کیدای شي چې د کارګر ګوند یا پي کې کې خپل د تشدد لړۍ بنده کړي.

ښاغلي بس دا هم وویل چې امریکا په سوریې کې د کردانو د وای پي جي ډلې ته چې د پي کې کې ډلې سره اړیکې لري، د وسلو مرسته نه کوي. واشنګټن او انقره دواړه د کردانو د کارګر ګوند یا پي کې کې ته د ترهګر سازمان په سترګه ګوري.

XS
SM
MD
LG