د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا له سوریې نه د ځواکونو ایستل پیل کړي


امریکایي ځواکونه د سوریې په شمال منبج سیمه کې
امریکایي ځواکونه د سوریې په شمال منبج سیمه کې

د امریکا په مشرۍ ایتلاف ویاند وایي د سوریې نه یې د ځواکونو په ایستلو پیل کړی دی.

د داعش پر ضد جگړې لپاره د امریکا پر مشرۍ ایتلاف ویاند شین راین وویل چې اتیلافي ځواکونو د سوریې نه د قواو د ایستلو پروسه پیل کړې ده، خو د هغه په وینا "د عملیاتو د امنیت په خاطر د مهالویش، موقعیت او د قواو د حرکت په اړه جزییات نه په ډاگه کوي".

د روانې اونۍ په پیل کې د امریکا د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار جان بولتن وویل چې د سوریې نه پدې شرط ځواکونه باسي چې د سوري کردانو امنیت تامین وي. د ښاغلي بولتن دغې څرگندونې د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان په غوسه کړ او د امریکایي چارواکو سره یې خپله کتنه لغو کړه.

د سوریې کردان د داعش ضد جگړه کې د امریکا مهم متحدین دي، خو انقره هغوی یوه ترهگره ډله بولي چې په ترکیه کې دننه یاغیگري کوي.

ښاغلي اردوغان خبرداری ورکړی چې د سوري کردانو پر ضد عملیاتو لپاره تیاری بشپړ شوی او د هغه په وینا ډیر ژر به "په سوریه کې ترهگر سازمان له منځه یوسو". هغه زیاته کړې چې "که بله کومه ترهگره ډله وي چې زمونږ د مداخلې مخه نیسي نو دا به زمونږ دنده وي چې هغوی هم له منځه یوسو."

ترکي ځواکونه د اونیو راهیسې د سوریې د پولو په اوږدو کې ځای پر ځای شوي دي.

د چارو څارونکي وایي د سوریې په شمال کې چې ٢٠٠٠ امریکایي سرتیري هم هلته ځای پر ځای دي

د سوري کردانو په وړاندی د ترکي ځواکونو د عملیاتو گواښ د جمهور رئیس دونالد ټرمپ یو له دلیلونو څخه دی چې د سوریې نه یې د ځواکونو د ایستلو په اړه پریکړه وکړه.

کله چې ښاغلي ټرمپ د سوریې نه د ځواکونو د ایستلو په اړه خپل نیت څرگند کړ، ښاغلي اردوغان وویل چې هر ډول عملیات به تر هغه وځنډوي تر څو چې ټول امریکایي ځواکونه له سیمې ووځي.

څیړونکي وایي له دې ټولو سره سره انقره گډو سیمه ییزو علایقو او د ټرمپ او اردوغان شخصي تمایلاتو ته گوري چې د یو نوي کړکیچ د رامنځ ته کیدو مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG