د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا، فرانسې او بریتانیا له ملګرو ملتونو غوښتي اوکراین کې د ایراني ډرون کارونه وپلټي


د امریکا متحدو ایالتونو، فرانسې او بریتانیې، مسکو ته د ایران د بې پيلوټه الوتکو (ډرون) د لیږد په اړه چې روسیه یې په پرله پسې توګه پر اوکراین د بریدونو لپاره کاروي، تهران او مسکو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پریکړه لیک څخه په سرغړونې تورن کړل.

دغو درې واړو هېوادونو د پنجشنبې په ورځ، د جولای اوومه (چنګاښ ۱۶مه) وویل چې له ايران څخه روسيې ته د دا ډول وسلو (یرغلګرې بې پيلوټه الوتکې) لېږل د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له ۲۲۳۱ پرېکړه ليک څخه سرغړونه ده. په ورته وخت کې، روسیه د پراخو شواهدو سره سره، د اوکراین په جګړه کې د ایراني بې پیلوټه الوتکو کارول ردوي.

دغه هېوادونو له ملګرو ملتونو وغوښتل چې د ۲۲۳۱ پرېکړه لیک د پلي کېدو په اړه په خپله شپږ میاشتنۍ غونډه کې د ادعا شویو سرغړونو مخه ونیسي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا د متحدو ایالتونو مرستیال استازي رابرت ووډ وویل: "ملګري ملتونه باید بیله ځنډه پلازمینې کیف ته د پلټونکو یو ټیم واستوي چې د دې وسلو (ډرون) پاتې شوني وڅیړي چې روسیې د اوکراین په وړاندې کارولې ده ".

هغه زیاته کړه چې د پلټونکو ټيم باید د یوې میاشتې په ترڅ کې په اوکراین کې د ایراني بې پیلوټه الوتکو په اړه خپلې ارزونې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته وړاندي کړي.

خو بلخوا په ملګرو ملتونو کې د روسيې استازي واسیلي نبنزیا وويل، چې د ٢٢٣١ پرېکړه ليک له مخې، د ملګرو ملتونو سرمنشي د پلټونکو د لېږلو واک نه لري. هغه زیاته کړه چې ملګري ملتونه باید د "له موافقې پرته پلټونو او خپلسري تفتیشونو" څخه ډډه وکړي.

تېره میاشت د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي وویل، چې روسیې نه یوازې له ایران څخه سلګونه بې پیلوټه الوتکې ترلاسه کړي، بلکې هڅه کوي چې د ایران په همکارۍ په خپله خاوره کې د دغو بې پیلوټه الوتکو تولید پیل کړي چې دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي همکاریو د ژورېدو نښه ده.

ښاغلي کربي د جون پر نهمې نېټې، د امریکا د استخباراتي ادارو د معلوماتو په حواله وویل:"داسې ښکاري چې د روسیې او ایران ترمنځ پوځي همکاري ژوره شوې ده. "

کربي په دې باندې په ټینګار سره چې روسیې ته د ډرونونو انتقال "د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له تصویب پرته" ترسره شوي، د روسیې او ایران کړنې یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له مکلفیتونو څخه "ښکاره سرغړونه" وبلله او وویل: "موږ له خپلو متحدینو او ملګرو ملتونو سره په همکاري هڅه کوو چې روسیه او ایران ددې کار حساب ورکړي."

په ورته وخت کې په ملګرو ملتونو کې د اوکراین استازي سیرهي کیسلیتسیا وویل، د پنجشنبې تر ورځې‌ (جولای اوومې) پورې، له زرو څخه زیات ایراني بې پیلوټه الوتکې د اوکراین پر ښارونو د برید لپاره کارول شوي دي. نوموړي زیاته کړه چې، ددغو بې پیلوټه الوتکو راټول شوي پرزې د اوکرایني پلټونکو او خپلواکو نړیوالو کارپوهانو لخوا څیړل شوي او داسې شواهد یې په ګوته کړي چې ددې خبرې پخلی کوی چې دغه بې پیلوټه الوتکې په ایران کې جوړ شوي دي.‌"

هغه د روسیې له سفیر څخه وپوښتل، که چیري نوموړی د مسکو پروړاندې دغه شواهد جعلي ګڼي، نو بیا ولې د ملګرو ملتونو د پلټونو سره مخالفت کوي.

د ایران استازي هم دغه تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې په دې غونډه کې د اوکراین د استازي حضور په رسمیت نه پیژني.

په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر امیر سعید ارواني د یاد ادعاو په اړه وویل: "ایران په کلکه د اوکراین بې اساسه ادعاوې ردوي. ایران د اوکراین د شخړې په اړه خپل ناپیلی دریځ ساتي. موږ د ایراني او اوکرایني کارپوهانو تر منځ له لومړنۍ ناستې وروسته د اوکراین لخوا ادعا شوي شواهدو ته په تمه یوو. "

په تېرو کلونو کې د ایران د ډرون او میزایلي فعالیتونه د تهران په اړه د لویدیځو هېوادونو د اندېښنو یو له جدي لاملونو څخه وو او د دې هېوادونو له خوا پر ایران د څو بندیزونو د لګولو لامل شوي دي.

XS
SM
MD
LG