په داسې حال کې چې واشنګټن د اوکراین په ضد د روسیې د جګړې ختمولو په اړه خپلې هڅې زیاتې کړې، د متحدو ایالتونو او اوکراین مقاماتو د دوشنبې په ورځ په برلین کې په دویمه ورځ هم خبرې وکړي.
د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي او نورو اوکرایني مقاماتو سره د خبرو مشري د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړی استازی سټیف ویتکاف او د هغه زوم جرید کوشنر کوي.
د دوشنبې د ورځې له خبرو وروسته د اوکراین د ملي امنیت مشاور رستم عمروف په خپل ایکس حساب کې دا دوه ورځنۍ خبرې «رغوونکې او باثمره وبللې چې رښتینی پرمختګ په کې شوی» دی.
هغه لیکلي دي: «د سټیف ویتکاف او جرید کوشنر په مشرۍ امریکایي ډله ډېر رغوونکی کار کوي چې له اوکراین سره مرسته وکړي یوې اوږدمهاله سولې ته ورسېږي.»
د یکشنبې په ورځ له پنځو ساعتونو خبرو وروسته ویتکاف په خپل ایکس حساب کې ولیکل: «استازو د سولې د ۲۰-مادو د پلان، اقتصادي اجنډاو او نورو مسائیلو په اړه ژور بحثونه وکړل. ډېر پرمختګونه وشول او سبا به هم سره وګوري.»
د سولې د ۲۰-مادو نوی او تعدیل شوی پلان د متحدو ایالتونو طرحه شوی چوکاټ دی، چې تېره میاشت خپور شو.
د اوکراین ولسمشر د وتساپ په یو پيغام کې خبریالانو ته ویلي دي: «له اولې ورځې څخه راهېسې دا د اوکراین غوښتنه وه چې د ناټو په سازمان کې شامل شی. دا د امنیت حقیقي ضمانت و. د متحدو ایالتونو او اروپا ځینو ملګرو د دې لارې ننګه ونه کړه.»
نوموړي زیاته کړې ده: «په همدې اساس، د اوکراین او متحدو ایالتونو ترمنځ دوه اړخیز امنیتي ضمانتونه، د متحدو ایالتونو له لوري د پنځمې مادې په څېر ضمانتونه، د اروپايي همکارانو، کاناډا، جاپان او نورو هېوادونو تضمینونه زموږ لپاره د روسیې د یو بل یرغل د مخنیوي فرصت دی. »
د یکشنبې په ورځ د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي څرګنده کړه، چې هېواد به یې د ناټو د غړیتوب غوښتنه بنده کړي، که کیف د لویدیځ له لوري امنیتي ضمانت ترلاسه کړي او ډاډه شي چې د سولې له تړون وروسته به روسیه بیا په اوکراین باندې برید نه کوي. نوموړي ټېنګار وکړ چې اوکراین به روسیې ته هېڅ قلمرو نه پرېږدي.
روسیه د اوکراین د دونباس ځینې برخې کنترولوي او له اوکراین څخه غواړي، چې له دغې سیمې څخه ووځي. ویتکاف او کوشنر تېره میاشت په مسکو کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د جګړې د ختمولو په اړه خبرې وکړې، خو د کوم لوی پرمختګ راپور ورکړل شوی نه دی.
د کرملین ویاند دمتري پیسکوف د دوشنبې په ورځ په مسکو کې وویل چې د اوکراین او ناټو مسئله «ځانګړی پام» غواړي. نوموړي خبریالانو ته وویل چې مسکو توقع لري امریکايي لوری په برلین کې له اوکراین سره د خبرو په اړه روسیې ته معلومات ورکړي.
ولسمشر ټرمپ د روان ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په میاشت کې واک ته له رسېدو وروسته په اوکراین کې د روسیې د جګړې د ختمولو لټه کوي. تېره اونۍ د سپينې ماڼۍ ویاندې کارولین لیوت خبریالانو ته وویل: «ولسمشر د جګړې د دواړو غاړو سره ستړی شوی، هغه د غونډې په هدف له غونډو څخه ستړی شوی دی.»
فورم \ دبحث خونه