په داسې حال کې چې د کروناویروس د خپرېدو په دلیل په امریکا کې د بیکارۍ کچه په بیسارې توګه لوړه شوې، د امازون شرکت ویلي چې ۷۵زره کسان استخداموي.
امازون د دوشنبې په ورځ اپریل ۱۳ (وري ۲۵) وویل چې اکثر دغه کسان د زېرمو او ګودامونو د چارود تنظیمونکو او د موټر چلوونکو په توګه ګماري.
د امریکا په زیات شمیر ښارونو کې په تګ راتګ باندې د محدودیتونو او بندیزونو په خاطر د انټرنیټي بازارونو په ځانګړې توګه د امازون شرکت بازار ګرم او پراخ شوی دی.
امازون چې د آنلاین سوداګرۍ هیولا باندې هم مشهور دی په پام کې لري چې کروناویروس د وبا د خپریدو په ترڅ کې په ټوله نړۍ کې څه دپاسه ۵۰۰ میلیون ډالر د خپلو کارکوونکو د معاشونو زیاتولو ته بیل کړي.
د امازون شرکت څه موده وړاندې هم ۱۰۰زره کسان د مالونو د ذخیرو او لیږد په چارو کې وګمارل چې د آنلاین اخیستونکو غوښتنو ته ځواب و ویلی شي.
د امریکا په متحده ایالاتو کې د کروناویروس په خپریدو سره د زیات شمیر شرکتونو هغه کارکوونکي چې دندې ضروري نه ګڼل کیږي په کور کښینول.
د امازون شرکت په یو بلاگ کې لیکلي دي: " د حالت تر بېرته عادي کېدو پورې هرڅوک چې زمونږ سره کار کوي ورته هرکلی وایو."
د وروستیو شمیر له مخې په تیرو دریو اونیو کې په امریکا کې لس فیصده کارګرانو د بیکارۍ د بیمې تقاضا کړې ده چې د کارپوهانو په اند ددې وضعیت دوام به د بیکارۍ کچه په امریکا کې په بیسارې توګه لوړه کړي.