د لاس رسي وړ اتصالات

سپینه ماڼۍ: کاملا هریس په کویډ ۱۹ اخته شوې


سپینې ماڼۍ د سه شنبې په ورځ اپریل ۲۶ (غوایي شپږمه) وویل چې د جمهور رئیس د مرستیالې کامله هریس د کویډ نتیجه مثبته راغلې خو نوموړې هیڅ علایم نلري.

د میرمن هریس د مطبوعاتو مسولې کریسټین الن وویل: " نن د جمهور رئیس د مرستیالې کامله هریس د کویډ نتیجه له رپډ او پي سي ار ټست وروسته مثبته راغله. خو هغه علایم نلري، قرنطین به شي او خپل کار ته به له خپل استوګنځای څخه دوام ورکړي."

میرمن الن وویل چې هریس د جمهور رئیس او لومړۍ میرمنې سره د هغوی د وروستیو سفرونو له امله نږدې تماس نه درلود. هغې زیاته کړه چې هریس به هغه وخت سپینې ماڼۍ ته ستنه شي چې د ټست نتیجه یې منفي راووځي.

د سپینې ماڼۍ په اعلامیه کې راغلي چې ښاغلي بایډن له میرمن هریس سره په تلفون خبري وکړې او ځان یې مطمین کړ چې هغه په کور کې د قرنطین پرمهال ټول امکانات لري.

د جمهور رئیس بایډن ویاندې جن ساکي وویل چې د ۷۹ کلن جوبایډن د کرونا د ټسټ نتیجه د دوشنبې په ورځ اپریل ۲۵ منفي راووتله.

د ۲۰۲۰ کال په اکټوبر میاشت کې کله چې واکسین نه وو وړاندې شوی، د هغه وخت جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ هم د کویډ نولس له امله درې ورځې په روغتون کې تیرې کړې.

د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخې کویډ نولس تر اوسه په امریکا کې په مجموع کې ۹۰۰ زره کسان وژلي دي چې د اوج په ورځو کې هره ورځ تر ۳۰۰۰ کسانو هم ژوند له لاسه ورکاوه. فرانس پرس وایي اوس هم په ورځ کې ۳۰۰ تر ۴۰۰ کسان د نړۍ په دغه شتمن هیواد کې ژوند له لاسه ورکوي.

میرمن هریس په داسې حال کې کویډ کیږي چې د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز د یوې تازه سروې له مخې چې د اپریل ۲۶ خپره شوه، څرګنده کړې چې د کرونا له پیل څخه بیا د ۲۰۲۲ کال تر فبروري میاشتې پورې ۵۸ سلنه امریکایان چې ۱۹۰ میلیونه کسان کیږي ، په کرونا اخته شوي دي.

دا شمیر تر هغو ۸۰ میلیونه رسمي ارقامو څخه په مراتبو لوړ دی چې راپور یې ورکړل شوی دی ځکه د اکثریت کسانو د کویډ تشخیص ندی شوی ، یا هم یې علایم ندي موندل شوي او یا یې هم راپور ندی ورکړی شوی.

XS
SM
MD
LG