د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکایانو په رواني روغتیا باندې د کروناویروس د وبا ناوړه اغېزې


د کروناویروس د وبا د دوه کلونو په پوره کېدو سره ، داسې ښکاري چې د غې وبا د امریکايانو پر رواني حالت ناوړه اغېزه کړېده. له اضطراب یا عادي تشویش نېولې بېا تر ژور خفګان پورې، ډیر شمېر امریکایان له ډول ډول ناروغیو سره لاس او ګریوان دي.

د کرونا ویروس شاوخوا دوه کاله یواځېتوب او ناروغي امریکایانو ته ډیره درنه تمامه شوېده. د مړینو، د دغې ناروغۍ د اوږد مهاله ناوړه اغیزو ترڅنګ یې د ډیرو خلکو په رواني حالت هم ناوړه اغېز کړېده.

د کیزر له روغتیايي بنسټ څخه نېرمیتاپانچل وايي :" له وبا وړاندې په هرو لسو کسانو کې یو یې د اضطراب او ژور خفګان علامې درلودلې. خو زموږ اوسنۍ څېړنې په هرو لسو کسانو کې په دریوو کې یې د تشویش او ژور خفګان علامې ښيي."

داسې ښکاري هغه کارکونکي امریکایان چې د وبا پر مهال یې زیات مسئولیتونه درلودل،تر ټولو زیات اغېزمن شوي وي.

د پاول الټو په پوهنتون کې د رواني ناروغیو د مرکز مسئوله لیزا براون وايي:"موږ تل دوي ته د سانډویچ نسل وایو، دا ځکه چې دوي د کوچنیانو او لویانو او د دوي د مور او پلار ترمېنځ دي. په بنسټيزه توګه دوي د مور او پلار لپاره د کار کولو او هغوي ته د پاملرنې مسئولیت لري.د دوي مور او پلار د کوچنیانو د درلودلو او د یواځې ژوند د رلودلو له امله زیاتې اړتېاوې لري. د خپل ټولنیز ژوند د تنظیم برعلاوه دوی ښايي ځېنې وختونه د خپلو کوچنیانو د روزنې مسوولیت هم ولري."

خو ارواپوهان وايي چې د کرونا وبا یقیناً په هر چا باندې اغېزه کړې. اکثریت امریکایانو یا خو د کرونا له امله خپلوان او یا دوستان له لاسه ورکړي ، او یا هم د جدي حالت سره مخ شوي. ډیرو یې دندې له لاسه ورکړي، د کوچنیانو خپل ښوونځي او د خپلو ملګرو سره لوبې کول یادیږي او د طلاق ګراف هم پورته تللی. پوهان دې ته ټولیزه روحي ضربه وايي، د دې تر شا یو ستر لامل غیر اطمیناني حالت دی.

د کلیفورنیا اروین په پوهنتون کې د رواني اضطراب څېړونکې روکساني کوهن سیلور وايي :" کله چې د سپټمبر د یوولسمې پېښې وشوې، یا کله چې بوړ بوکۍ یا سمندري توپان وي، د پېل او پای نېټې یې معلومې وي. خلک یو ځل بېا بېلا بېلې ټوتې سره یو ځای کوي، د خپل ژوند د بېا پیلولو هڅې کوي او د پېښې له روانې اغېزو څخه د راوتلو هڅه کوي. خو په دې وبا کې موږ روښانه پېل او پای نلرو.دا دایمي خفګان دی."

اروا پوهان ادعا کوي چې د خفګان پر خلاف مبارزه کې له معیارې لاروچارو کاراخیستل مطلوبه پایله نه رامنځته کوي. د دوستانو سره ناستې، سفر کول، د خپل مور او پلار سره لیدل او د نويو ځایونو د لیدلو په څېر هغه مشورې چې معمولا د روحي صدماتو ناروغانو ته ورکول کېږي، اوس موثرې ندي. دا کارونه د کرونا پر مهال خطرناک دي.

د اوهایوپه پوهنتون کې د اضطراب څېړونکې چیریل کارمین وايي :"د امریکا دخوړو او درملو اداره خلک له ګڼې ګونې ډکو ځایونو ته له تللو منع کوي،که تاسې موسیقي خوښیږي، دوي درته وايي چې موسیقي اوریدو ته مه ورځي، عبادتځایونو ته مه ورځي، ځکه دا هغه ځایونه دي، چې هلته خلک راټولیږي. کېدای شي دغو ځایونو ورتلل مرسته وکړي، خو اوس هلته ورتلل ستونزې لري."

ارواپوهان د بل هر چا په شان پخپله هم له ستونزو سره مخ دي. د پالو الټو پوهنتون د رواني ناروغیو د برخې څېړونکې لیزا براون وايي، هغه هم د امکان ترحده له خپلې کورنۍ او خپلوانو سره د اړیکو د ساتلو هڅه کوي.

نوموړې وايي‌: " دا د دې وخت دی، چې له نورو سره اړیکې وساتو. زه د پوهنتون له وختونو ځېنې داسې دوستان لرم، چې خبرې مې ورسره ندي کړي، او دوي ما ته زنګونه وهي چې ما یقیناً خوشاله کوي. راځئ یو بل ته زنګونه ووهو، راځئ یو له بل سره په اړیکه کې پاتې شو. راځئ یو بل ته لیکونه واستوو."

څېړونکي وايي د کرونا ویروس د بندیزونو په لرې کېدو سره به د دې وبا له امله رامېنځته شوي رواني زیانونه به یو ناڅاپه له مېنځه لاړ نشي. دوی وايي د ډېرو خلکو لپاره به کلونه وخت ونیسي چې د کرونا له رواني اغېزو څخه په امان شي

XS
SM
MD
LG