د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: پاکستان کې پر رسنیو د محدودیتونو له امله اندیښمن یو


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس

متحدو ایالتونو د سه شنبې په ورځ سپټمبر ۱۳ (وږي ۲۲) په پاکستان کې پر رسنیو د محدودیتونو د لګیدو له امله خبرداری ورکړ او د هغه هیواد د پخواني لومړي وزیر عمران خان پر یوې ملاتړې ټلویزیوني شبکې یې محدودیتونو ته اشاره وکړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس وویل:" موږ په پاکستان کې پر رسنیو او مدني ټولنو د پام وړ محدودیتونو له امله اندیښمن یو."

نوموړي زیاته کړه، پر رسنیو او محتویاتو محدودیتونه او همدارنګه پر خبریالانو د بریدونو د کیدو په برخه کې د شفافیت نشتون نه یوازې د بیان آزادي کمزورې کوي بلکې خلک له معلوماتو بې برخې کوي.

پرایس د پاکستان ARY خبري چینل ته اشاره وکړه کوم چې خپرونې یې د یادې شبکې د یو خبریال د یوې پوښتنې په ځواب کې په دې وروستیو کې بند شوي دي.

دغه شبکه د عمران خان ملاتړې ګڼل کیږي، کوم چې په اپریل میاشت کې د پارلمان د عدم اعتماد رایې په نتیجه کې له واکه لیرې او پر ځای یې شهباز شریف وټاکل شو.

پاکستاني چارواکو همدارنګه د هغه هیواد د پخواني لومړي وزیر عمران خان انلاین ویناو ته هم لاسرسی بند کړی دی کوم چې سیاسي ډګر ته د بیا راستنیدو هڅه کوي.

متحده ایالات په تاریخي لحاظ د پاکستان متحد هیواد دی خو دواړه هیوادونه له لوړو او ژورو ډکې اړیکې لري، په خاص ډول له افغان طالبانو سره د اړیکو له امله، عمران خان د امریکا له نظامي عملیاتو سره مخالف وو.

امریکا په وروستیو اوونیو کې له پاکستان سره د څه باندې ۵۰ میلیونو ډالرو مرستې ژمنه وکړه ځکه هغه هیواد د لومړي‌ ځل لپاره له ناوړه سیلابونو سره مخ شوی او یو پر دریمه برخه یې تر اوبو لاندې ده.

بلخوا سره له دې چې له رقیب هیواد هند سره د امریکا د حکومت اړیکې مخ په پراخیدو دی، د متحدو ایالتونو جمهور رئیس جوبایډن د اسلام آباد د اف شپاړس جنګي الوتکو د بیارغونې او نوې کیدو په هدف پر هغه هیواد د ۴۵۰ میلیون ډالرو خرڅلاو ته شین څراغ ښکاره کړی دی.

ددې خبر په جوړیدو کې د فرانسې خبري آژانس له موادو کار اخیستل شوی

XS
SM
MD
LG