د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې سیلابونو له دریو میاشتو څخه کمه موده کې ۸۰۰کسان وژلي


د پاکستان امنيتي مامورين د ژغورنې د عملیاتو پرمهال
د پاکستان امنيتي مامورين د ژغورنې د عملیاتو پرمهال

له طبیعي ناورینونو سره د پاکستان د مبارزې ادارې نن چهار شنبې اګست ۲۴ (وږې دویمه) وویل چې د جون میاشتې له نیمایي راهیسې سختو بارانونو او زورورو سیلابونو په بیلابیلو برخو کې ۹۰۳ کسان وژلي او شاوخوا ۵۰ زره نور یې بې کوره کړي دي.

د دې ادارې سیمه ایز کارکوونکي او رضاکاران وایي سیلابونو په سلګونه کورونه ویجاړ کړي او په زرګونه اوسیدونکي یې چې د اردو له خوا ژغورل شوي، اوس په خیمو کې ژوند کوي.

له طبیعي ناورینونو سره د پاکستان د مبارزې اداره همدارنګه زیاتوي چې په تیرو ۴۸ ساعتونو کې د سیلابونو پورې د اړوندو پيښو له امله ۱۲۶ کسان وژل شوي دي چې ډیری قربانیان ښځې او ماشومان دي.

دې سیلابونو د پاکستان اقتصاد ته نور هم زیان رسولی دی. د پاکستان صدراعظم شهباز شریف نن چهار شنبې له سیلاب ځپلو سره د ډیرو نړیوالو مرستو غوښتنه وکړه.

د پاکستان صدراعظم د سه شنبې په ورځ قطر ته ولاړ څو له هغه هیواد څخه د مالي مرستې، پور او په پاکستان کې د پانګونې غوښتنه وکړي. شریف وویل قطر ژمنه وکړه چې په پاکستان کې به شاوخوا درې میلیارده ډالره پانګونه کوي.

له بلوچستان او پنجاب وروسته اوس سیلابونو د هغه هیواد سند ایالت زیانمن کړی دی. په سند او بلوچستان ایالتونو کې چارواکي وايي ښوونځي یې په روانه اوونۍ کې تړلي دي.

د پاکستان د اقلیمي بدلونونو وزیرې شیري رحمان له نړیوالې ټولنې څخه د مرستې غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې سیمه ایز چارواکي سیلاب ځپلو سره د مرستې توان نلري.

د یوې پاکستانۍ رسنۍ د راپور له مخې، په یو شمیر سیمو کې هدیرې تر اوبو لاندې شوي او خلک خاورو ته د خپلو عزیزانو په سپارلو کې مشکلات لري.

په پاکستان کې موسمي بارانونه چې د جون میاشتې له نیمایي څخه پیل شوي، تمه ده چې روانه اوونۍ هم دوام ولري.

مبصرین چې د پاکستان چارې څاري وایي سره له دې چې موسمي اورښتونه هر کال په یاد هیواد کې مالي او ځاني تلفات اړوي خو حکومت یې په وړاندې بشپړ چمتوالی نلري او د وسایلو له درکه هم ستونزي لري.

XS
SM
MD
LG