د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال باجوه د پیسو د نړیوال وجهي صندوق نه پور اخیستلو کې د امریکا مرسته غوښتې


د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه
د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه

د رپوټونو له مخې د پاکستان د پوځ لوی درستیز د پیسو د نړیوال صندوق د پور د ژر تر ژره خوندي کولو لپاره له متحده ایالاتو څخه مرسته غوښتې ده. دا پداسې حال کې دي چې د انرژۍ د وارداتو لوړې بیې د نغدو پیسو دغه نه لرونکی هیواد د پیسو د ورکړې له کړکیچ سره مخامخ کړی.

د پاکستان حکومتي سرچینو د جمعې په ورځ ناوخته د نوم نه ښودلو په شرط امریکاغږ ته ته وویل چې جنرال قمر جاوېد باجوه د دې اوونۍ په پیل کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې وینډي شرمن سره ټیلیفوني خبرې کړي او دا مسله یې یاده کړې ده.

پاکستان تیره اونۍ د پیسو د نړیوال وجهي صندوق سره د څو میلیارد ډالرو د امانت اخیستلو د یوې کڅوړې د بیا احیا کولو لپاره د مامورینو په کچه یوې موافقې ته ورسید. خو بیا هم دغه معامله د پور ورکوونکي بورډ لخوا د تصویبولو ایجاب کوي چې د اګست په وروستیو کې غونډه کوي. تمه کیږي چې اسلام آباد به د پور ددغه پروګرام له مخې شاوخوا ۴.۲ میلیارد ډالر ترلاسه کړي چې لومړنی قسط به یې ۱.۲ میلیارد ډالر وي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عاصم افتخار احمد د باجوه او شرمین ترمنځ د ټیلیفوني تماس پخلی کړی، خو جزیات یې نه دي شریک کړي.

افتخار احمد په اسلام آباد کې اونیز خبري کنفرانس ته ویلي: «پوهیږم چې دغه مکالمه ترسره شوې، خو اوسمهال زه په مستقیمه د بحث په محتول خبر نه یم.»

په واشنګټن کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند په مستقیمه ددغه مکالمې ترسره کیدل تائید نه کړل. د بهرنیو چارو وزارت ویاند امریکاغږ ته وویل: «امریکایي چارواکي د پاکستاني چارواکو سره په عادي توګه په مختلفو موضوعګانو خبرې کوي. د معیاري چلند په توګه مونږ د مشخصو شخصي دپلوماتیکو خبرو په اړه تبصره نه کوو.»

د «نیکي اسیا» رسنۍ د جمعې په ورځ په لومړي ځل د باجوه او شرمین د تماس په اړه راپور ورکړ، چې د پاکستان د پوځ مشر له سپینې ماڼۍ او د متحده ایالاتو د خزانې له وزارت غوښتي چې د پور د ورکړې په چټکتیا کې له دوی سره مرسته وکړي. متحده ایالات په د پیسو په نړیوال وجهي صندوق کې ترټولو لوی ونډه لري.

په اسلام اباد کې سرچینو کله چې وپوښتل شول ایا دواړو چارواکو د پیسو د نړیوال وجهي صندوق د پور ورکولو په مسله خبرې کړې دي وویل "هو". خو په هرصورت، د باجوه د غوښتنې پایله سمدستي نده څرګنده شوې.

منتقدین پاکستان ته د پور په ورکولو کې د ځنډ لامل د مهمو اقتصادي اصلاحاتو د ترسره کولو په برخه کې د پاکستان د ژمنو نه عملي کیدل بولي.

د جمعې په ورځ ناوخته، جنرال باجوه همداشان د امریکا د مرکزي قوماندانۍ له قوماندان جنرال مایکل ایرک کوریلا سره هم ټیلیفوني خبرې وکړې.

د پاکستان د پوځ د رسنیو څانګې په یوه بیان کې د خپل مشر بیان ذکر کړی چې جنرال کوریلا ته یې ویلي چې پاکستان "له امریکا سره خپلو اړیکو ته ارزښت ورکوي او موږ په پوره علاقې د ګډو ګټو پراساس د دوه اړخیزو ګټورو او څو اړخیزو اړیکو د پراختیا په لټه کې یو."

په بيان کې د امريکا د مرکزي قوماندانۍ د قوماندان په حواله ويل شوي چې "د پاکستان سره په ټولو کچو کې د همکارۍ د لا ښه کولو لپاره به خپل رول ولوبوي."

د پیسو د نړیوال وجهي صندوق د پروګرام تصویب د نړیوال بانک او آسیا پرمختیایي بانک په ګډون نورو مالي لارو ته د پاکستان د لاسرسي لپاره خورا مهم دي.

پاکستان پداسې حال کې د نړیوال وجهي صندوق او نورو نړیوالو بانکونو څخه د پور اخیستلو هڅې کوي چې د اقتصادي کړکیچ په ترڅ کې د دغه هېواد د پیسو ارزښت د خپل عمر تر ټولو ټېټې کچې ته ښکته شوی دی.

د اسعارو د تبادلې په بازارونو کې د یو ډالر ارزښت څه دپاسه ۲۲۲ پاکستانۍ کالدارو څخه لوړ شوی دی.

XS
SM
MD
LG