د لاس رسي وړ اتصالات

هریس: امریکا د آرام سمندر په دوو هیوادونو کې سفارتونه پرانیزي


د متحدو ایالتونو د ولسمشر مرستیالې کامله هریس د چهار شنبې په ورځ جولای ۱۲ (چنګاښ ۲۱) په ټونګا او کیریباتي هیوادونو کې د سفارتونو د خلاصیدو اعلان وکړ.

د متحدو ایالتونو ددغه اقدام هدف د آرام سمندر په سیمه کې د چین د نفوذ مخنیوی ښودل شوی دی.

میرمن هریس وویل د متحدو ایالتونو جمهور رئیس دا منلې چې د ارام سمندر سیمې ته ممکن له دې مخکې په کافي اندازه پاملرنه نه وي شوې.

هغې زیاته کړه:"موږ دا بدلوو، د ارام سمندر په سیمه کې به خپل حضور د پام وړ زیات کړو."

د امریکا د جمهور رئیس د مرستیالې کامله هریس د وینا پرمهال په غونډه کې یوازې د چین د سفارت یو استازی وو.

میرمن هریس په فیجې کې د آرام سمندر د ټاپو ګانو په غونډه کې د سیمې لپاره د ۶۰۰ میلیون ډالرو مرستې د اعلان تر څنګ وویل چې د آرام سمندر د سیمې لپاره به خپل لومړی استازی هم وټاکي.

په غونډه کې په انلاین شکل د میرمن هریس راڅرګندیدل د متحدو ایالتونو لپاره یوه دیپلوماتیکه کودتا وه ځکه په دې کار سره د چین د هغې هڅې مخه ونیول شوه چې غوښتل یې د غونډې په څنډه کې یوه ناسته جوړه کړي.

دا د روان میلادي کال په لومړیو کې له چین سره د سولومان ټاپو ګانو د یو بحث رامنځ ته کوونکي امنیتي تړون له لاسلیک کیدو وروسته لومړی ځل دی چې د آرام سمندر د هیوادونو مشران غونډه کوي.

د ټونګا صدراعظم سیاوسي سووالیني د فرانسې خبري آژانس ته وویل هیواد یې ډیر خوښ دی چې متحده ایالت د لومړي ځل لپاره په یاد هیواد کې سفارت پرانیزي.

هغه وویل:" دا د عطف یو نتقطه ده. موږ ډیر خوښ یو چې بالاخره په ټونګا کې د امریکا حضور لرو."

جو بایډن د ۲۷ جون (چنګاښ شپږمه) د اوو شتمنو هېوادونو "جي-۷" د مشرانو په غونډه کې د ۶۰۰ میلیارد ډالرو زیربنايي پروژو یو پلان اعلان کړ چې هدف یې په مخ پر ودې هېوادونو کې د چین د نفوذ مخنیوی دی.

ددغه پلان له مخې، امریکا او د جي-۷ نور غړي هېوادونه به دا ۶۰۰ میلیارد ډالر تر ۲۰۲۷ کال پورې پر نړیوالو زیربنايي پروژو لګوي تر څو د چین د "یو کمربند یو سرک" په نوم د نړیوال زیربنايي پلان بدیل وړاندې کړي.

XS
SM
MD
LG