د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: که روسیه په اوکراین یرغل وکړي، جدي اقتصادي زیان ورسوو


ټاکل شوې جمهور رئیس جو بایډن د جمهور رئیس ولادمیر پوتین سره ژر وګوري
ټاکل شوې جمهور رئیس جو بایډن د جمهور رئیس ولادمیر پوتین سره ژر وګوري

سپینې ماڼۍ خبرداری ورکړی که روسیه په اوکراین یرغل وکړي، متحده ایالات به روسیې ته جدي اقتصادي زیان ورسوي او هم به په ختیځه اروپا کې خپل نظامي حضور ډیر کړي.

متحده ایالاتو دا خبرداری د جمهور رئیس جو بایډن او د روسیې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین ترمنځ د خبرو څخه یوه ورځ مخکې ورکړی.

ټاکل شوې ښاغلیو بایډن او پوتین به نن سه شنبه د ډسمبر اومه (لیندۍ۱۶) د ویډیو کنفرانس د لارې وګوري.

د امریکا جمهور رئیس د دې ملاقات نه وړاندې د فرانسې، جرمني، ایټالیا، او بریتانیا د مشرانو سره هم خبرې کړي. د لویدیځو هیوادونو مشرانو د اوکراین د خودمختارۍ د درناوي غږ کړی.

د امریکا د حکومت یو جګپوړي چارواکي خبریالانو ته ویلي چې ښاغلی بایډن به د ښاغلي پوتین سره له خبرو وروسته په سمدستي توګه د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلنسکي سره هم خبرې وکړي او د روسیې د جمهور رئیس سره د خبرو جزیات به ورسره شریک کړي.

د امریکا او روسییې مشران پداسې حال کې خبرې کوي چې مسکو د اوکراین سره په ګډې پولې لسګونه زره سرتیري او نظامي وسایل ځای په ځای کړي.

د سپنیې ماڼۍ دغه چارواکي وویل تر اوسه دا ورته څرګنده نده چې آیا ولادمیر پوتین په اوکراین د نظامي یرغل پریکړه کړې که نه خو دا یې هم په ښکاره توګه ونه ویل چې آیا په اوکراین د روسیې د یرغل په ځواب کې به امریکا نظامي مداخله وکړي که نه.

دغه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي که روسیه په اوکراین یرغل وکړي، متحده ایالات او اروپایي متحدین یې چمتو دي چې د روسیې اقتصاد ته د جدي زیان رسولو په خاطر د "پام وړ متقابل اقتصادي ګامونه" پورته کړي.

دغو امریکایي چارواکو همدارنګه ویلي چې جمهور رئیس جو بایډن به د روسیې جمهور رئیس ته دا واضح کړي که هغه [پوتین] په اوکراین یرغل وکړي، په ختیځې اروپا کې به د متحده ایالاتو متحدین د اضافي عسکرو او نظامي تجهیزاتو او تطبیقاتو غوښتنه وکړي چې امریکا به ورته مثبت ځواب ووایي.

د سپینې ماڼۍ په اعلامیې کې ویل شوي چې جمهور رئیس جو بایډن او اروپایي مشرانو د خبرو نه وروسته د روسیې څخه د جنجال د کمولو غوښتنه کړې او پدې سلا شوي چې د اوکراین د ډونباس په سیمه کې د شخړې د حل لپاره دپلوماسۍ یوازینې د حل لار ده.

په اوکراین کې چارواکو اټکل کړی چې روسیې په ګډې پولې کې شاوخوا ۱۰۰ زره سرتیري او ګڼ نظامي وسایل ځای په ځای کړي.

خو روسیه دا نه مني چې ګواکې د تیري کوم پلان لري او برعکس په لویدیځو هیوادونو د پارونې تورونه لګوي. مسکو په ځانګړي توګه په تورې بحیرې کې په ګډو نظامي تمریناتو ندی خوښ.

د لویدیځو هیوادونو څخه د جمهور رئیس ولادمیر پوتین بله غوښتنه دا ده چې اوکراین باید د ناټو غړی هیواد نشي. د امریکا د دفاع وزارت هم د اوکراین په سرحد کې د روسیې نظامي خوځښتونه جدي ګواښ بولي.

د وزارت ویاند جان کربي وایي چې د دفاع وزیرلويډ آسټن د اوکراین او روسیې په لویدیځ کې د وضعیت په هکله د امریکا د لوی درستیزانو د عمومي لوی درستیز او په اروپا کې د امریکایي قواوو له قوماندان او نورو مهمو مشرانو سره خبرې کړي.

XS
SM
MD
LG