د لاس رسي وړ اتصالات

متحدو ایالتونو د وېنزویلا د سیاسي بندیانو چټک پرېښودل ستایلي

د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ د وېنزویلا د سیاسي بندیانو د «چټک خوشې کېدو» هرکلی کړی دی.

ولسمشر ټرمپ د خپل ټروټ سوشل په حساب کې د وېنزویلا د سرپرستو مشرانو څخه مننه کړې او دا اقدام یې «قوي بشر دوستانه نیت» بللی دی.

دا بندیان په کاراکاس کې د متحدو ایالتونو د ځواکونو له لوري د وېنزویلا د ولسمشر نیکولاس مادورو تر نیول کېدو څو اونۍ وروسته پرېښودل شوي دي.

د وېنزویلا د بشري حقونو یوې مخکښې ډلې «فورو پینل» ویلي دي چې د جنورۍ په اتمه نېټه د مادورو له نیول کېدو څخه وروسته سرپرست حکومت ۲۶۶ سیاسي بندیان خوشې کړي دي.

دغې ډلې د نورو بندیانو د پرېښودو غوښتنه هم کړې ده او د بندیانو د کورنیو د غړو ویدیوګانې یې هم خپرې کړې دي.

د وېنزویلا د ولسمشر مرستیالې ډیلسي رودریکوز، چې د مادورو له نیول کېدو وروسته د هېواد مشري کوي، ویلي دي چې حکومت یې ۲۲۶ بنیدان پرېښي دي. نوموړې ویلي دي پلان لري چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د مشر ولکر ترک سره وویني او له ملګرو ملتونو څخه وغواړي چې د خوشې شویو کسانو لیست تائید کړي.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یوې ډلې د جنوري په ۱۵ نېټه په یوې اعلامیې کې وویل چې وېنزویلا باید ټول هغه کسان خوشې کړي، چې په خپلسري ډول نیول شوي دي.

متحدو ایالتونو مادورو نیویارک ته راوستی او د نشه يی توکو د ترهګرۍ او نورو تورونو سره مخامخ دی. مادورو د دې میاشتې په سر کې محکمې ته حاضر شو او ویې ویل چې بې ګناه دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG