د لاس رسي وړ اتصالات

برازیل کې له قبر څخه یوه ښځه ژوندۍ ایستل شوې


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

یوه ۳۶ کلنه ښځه د برازیل په یوه هدیره کې له قبر څخه ژوندۍ ایستل شوې ده.

د پولیسو په وینا، دا ښځه وروسته له هغه وژغورل شوه چې د هدیرې ساتونکي د یو تازه کیندل شوي قبر شاوخوا د وینې څاڅکي وموندل او امنیتي مسولینو ته یې خبر ورکړ.

پېښه د سه شنبې په ورځ مارچ ۲۸ (وري اتمه) د برازیل د جنوب ختیځ میناس ژرایس ولایت په ویسکونجي دوریو برانکو ښارګوټي کې رامنځته شوې چې شاوخوا ۴۳ زره نفوس لري.

ددې ولایت په خبرپاڼه کې ویل شوي: "پولیسو د قبر له منځ څخه د یو انسان د غږ له اوریدو وروسته چې د مرستې غوښتنه یې کوله، دا قبر پرانیست او یوه ښځه یې ورڅخه راویستله چې سر او لاسونه یې ژوبل شوي وو."

پولیسو وویل دا ښځه د دوشنبې په شپه ژوندۍ ښخه شوې ده.

د څارنوالانو په خبره، په پېښه کې ښايي د مخدره موادو د مافیا هغه ډله لتاړه وي چې ددې ښځې په کور کې یې د وسلو او مخدره توکو یوه کڅوړه پټه کړې وه او وروسته دغه کڅوړه ورکه شوې وه.

ژغورل شوې ښځې پولیسو ته ویلي چې دوه مخ پوښلي کسان یې کور ته ورننوتل او پر هغې او د هغې پر مېړه یې برید وکړ. د هغې مېړه توانېدلی چې له بریدګرو وتښتي.

د برازیل رسنۍ وايي، دا ښځه په روغتون کې تر درملنې لاندې ده او صحت یې په ښه کېدو دی.

پولیس وايي د دوو تورنو کسانو په لټه کې دي چې عمرونه یې ۲۰ او ۲۲ کاله دي.

XS
SM
MD
LG