د لاس رسي وړ اتصالات

د جرمني، برازیل او کاناډا وروسته د امریکا د ښځو فوټبال لوبډله هم له نړیوال جام ووتله


د امریکا او سویډن د ښځو د فوټبال لوبډلو سیالي
د امریکا او سویډن د ښځو د فوټبال لوبډلو سیالي

د ۲۰۲۳ کال د ښځو د فوټبال د نړیوال جام په کواټر فاینل کې سویډن امریکا ته ماتې ورکړه او له سیالیو څخه یې بهر کړه. دا لوبه نن یکشنبه د اګست ۶مه (زمري ۱۵مه) د اسټرالیا د ملبورن په ښار کې وشوه.

د هالنډ لوبډلې بیا د سیډني په ښار کې د سویلي افریقا لوبډلې ته ۲-۰ ماتې ورکړه.‌

د امریکا او سویډن د فوټبال د ښځینه لوبډلو ترمنځ نننۍ لوبه په ۹۰ قانوني دقیقو کې له ګول پرته مساوي پای ته ورسېده او لوبه بیا اضافي وخت ته ولاړه، خو په اضافي وخت کې هم هیڅ لوبډله د ګول په وهلو بریالۍ نشوه. که څه هم امریکایي‌ لوبډلې په دې لوبې کې د ګول وهلو ډیر فرصتونه درلودل، خو په پای کې دواړو لوبډلو برخلیک باید د پنالټي شوټونو پر مټ ټاکل شوې واي.

په پنالټي شوټونو کې د امریکا د ښځو فوټبال ملي لوبډلې‌ چې د تېرو دوو جامونو ۲۰۱۹ او ۲۰۱۵ اتلولي یې ګټلې وه، پنځه د څلورو په مقابل کې ماتې وخوړه او پدې توګه د ۲۰۲۳م کال ‌له نړیوال جام څخه ووتله.‌

د امریکا د ښځينه فوټبال لوبډلې د ماتې په غبرګون کې د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې، مېرمن هېلاري کلنټن، پر خپل ټویټر پاڼۍ ‌(ایکس) کې لیکلي دی: "موږ پرخپل ښځینه فوټبال لوبډلې وياړو. دا لوبډله به بیرته پیاوړی او غښتلی راڅرګنده شي، ځکه چې دا هغه څه دي چې امریکایي میرمنې یې کوي."

د اسپانیا او جاپان لوبډلې بیا د خپلو سیالانو، سویس او ناورې په ماتولو سره کوارټر فاینل ته رسېدلي دي. د غوراوي په ۱/۸ پړاو کې به اسپانیا له هالنډ او جاپان به له سویډن سره سیالي کوي.

دمخه د ښځو فوټبال د نړیوال جام د ګروپي لوبو لړۍ د غښتلو لوبډلو لکه جرمني، برازیل او د المپیک د اوسني اتل کاناډا په حذف کیدو سره چې د بایللو اټکل یې نه کیده، پای ته رسیدلې وه.

همداراز د دوشنبې او سه شنبې‌ په ورځو به د دوهم پړاو څلور نورې لوبې ترسره شي. په دغو سیالیو کې به انګلستان له نایجریا، کوربه هیواد اسټرالیا له ډنمارک، فرانسه له مراکش او کولمبیا له جمیکا سره لوبه وکړي.

د ښځو روان نړیوال جام سیالۍ په ګډه په نیوزیلینډ او استرالیا کې ترسره کیږي او وروستۍ لوبه به د اګست په ۲۰مه د اسټرالیا په سیډني کې ترسره شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG