د لاس رسي وړ اتصالات

راس ویلسن: طالبان باید پوه شي چې په هدفي وژنو نړیوال پاریږي


د امریکا شارژدافیر ویلي دي چې که سوله افغانستان ته راځي باید هدفي وژنې بندې شي
د امریکا شارژدافیر ویلي دي چې که سوله افغانستان ته راځي باید هدفي وژنې بندې شي

د امریکا د متحدو ایالتونو شارژدافیر راس ویلسن په افغانستان کې د ترور او هدفي ‌وژنو د بندولو غوښتنه کړې ده.

ښاغلي ویلسن نن یکشنبه جنوري ۱۷ (مرغومي ۲۸) په کابل کې په یو وسله وال برید کې د سترې محکمې د دوو ښځینه قاضیانو له وژلو وروسته دا خبره کړې ده.

نوموړي په خپل ټویټر کې د دغو قاضیانو وژل غندلي دي‌ او په دې اړه یې د سملاسي پلټنو غوښتنه کړې ده.

که څه هم د دغه برید مسولیت تر دې دمه چا په غاړه نه دی اخیستی خو ښاغلي ویلسن په غیر مستقیم ډول طالبان ګرم بللي دي.

هغه په خپل ټویټر کې لیکلي: « طالبان باید پوه شي دا ډول کړنې چې مسولیت لري، نړیوال پاروي او که په افغانستان کې سوله راځي باید (دا ډول کړنې) ودرول شي.»

ښاغلي ویلسن داسې مهال په افغانستان کې د هدفي ‌وژنو په اړه خواشینې ښودلې ده چې څو ورځې مخکې په ننګرهار کې د افغانستان د ملي امنیت ادارې وویل هغه کسان یې نیولي دي‌ چې د ښاغلي ویلسن د وژلو پلان یې لره.

د ملي امنیت په اعلامیه کې ویل شوي ‌وو چې دا کسان د داعش ډلې د هدفي بریدونو د حلقې غړي دي.

تر ښاغلي ویلسن مخکې د امریکايي ځواکونو ویاند سوني لګیت په خپل ټویټر کې د افغان خبریالانو، مدني ټولنې د فعالانو او حکومتي مامورانو هدفي وژنې د طالبانو کمپاین او کار بللی او لیکلي یې وو چې باید د سولې بهیر کامیابېدو لپاره د طالبانو دا «کمپاین» ودرول شي.

خو طالبانو دا تورونه رد کړل.

په کابل کې د سترې محکمې د قاضیانو ترور د پیل شویو هدفي وژنو تر ټولو تازه او وروستۍ پېښه ده.

تر دې مخکې د کابل په ګډون په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم خبریالان، مدني فعالان او د ځینو ملکي او نادولتي‌ادارو کارکوونکي په دا ډول بریدونو کې وژل شوي او مسولیت یې چا نه دی منلی.

XS
SM
MD
LG