د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې مېشت افغانان 'باید' د کونسلي خدماتو لپاره کاناډا ته ولاړ شي


د افغانستان او امریکا سرحد
د افغانستان او امریکا سرحد

په کاناډا کې د افغانستان سفارت ویلي دي چې سر له نن چهارشنبې څخه اپریل ۲۰ (وري۳۱) د امریکا په متحدو ایالتونو کې مېشتو افغانانو ته کونسلي خدمتونه هم وړاندې کوي.

په امریکا کې د مارچ په ۱۶مه نېټه د افغانستان سفارت او کونسلګرۍ وتړل شوې.

په اوتاوا کې د افغانستان سفارت نن اعلان وکړ چې «د بین المللي کنوانسیونونو او په امریکا او کاناډا کې د موجوده قوانینو او مقرراتو په اساس» یې امریکا کې د مېشتو افغانانو لپاره د کونسلي خدمتونو چارې هم په غاړې اخیستې دي.

په واشنګټن ډي سي کې د افغانستان سفارت مرستیال عبدالهادي نجرابي د سفارت د تړل کېدو په ورځ امریکا غږ ته دا خبره کړې وه چې ښايي له امریکا څخه د افغانانو د کونسلي خدمتونو چارې کاناډا ته انتقال شي.

په اوتاوا کې د افغانستان سفارت په یوې اعلامیې کې ویلي‌ دي چې دا پرېکړه یې د کاناډا او امریکا حکومتونو سره په مشورې کړې ده.

په اعلامیې کې راغلي دي: «په اوتاوا کې د افغانستان سفارت او په ټورنټو او ونکوور کې یې کونسلګرۍ په امریکا کې هېڅ نماینده نلري» او په متحدو ایالتونو کې مېشت افغانان باید د کونسلي خدمتونو لپاره له سفارت او یا کونسلګریو سره مستقیم تماس ونیسي چې یا حضوري‌ او یا یې د پوسته خانې له لارې کارونه وشي.

د اټکل له مخې شاوخوا ۲۵۰زره افغانان د امریکا په متحدو ایالتونو کې ژوند کوي او څه باندې ۷۰زره افغانان په تېرو څو میاشتو کې د تخلیې په عملیاتو کې له افغانستان څخه واېستل شول او امریکا ته انتقال کړل شول. امریکا ته د افغانانو انتقال لا هم روان دی.

XS
SM
MD
LG