د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: د کاسترو سره خبرې مخلصانه او گټورې وې


د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما وایي د خپل کیوبایي سیال، راول کاسترو سره یې تاریخي خبرې اترې کیدای شي د دواړو هیوادنو د دیپلوماتیکو اړیکو د بیرته عادي کیدو لپاره یو بیساری فرصت برابر کړي.

خو د امریکا د جمهوري ریاست لپاره ځینو جمهوري غوښتونکو امیدواره کاندیدانو د پانامه په غونډه کې د کیوبا د ولسمشر راول کاسترو سره د ولسمشر اوباما په ملاقات باندې کلکې نیوکې کړي دي.

د امریکا د تکساس ایالت سناتور تد کروز د یوې اعلامېې په ترڅ کې ویلي "د دې حکومت د ناراحتونکي بهیر په دوام، جمهور رئیس اوباما د کیوبا د کمونستي دیکتاتوري رژیم سره د یوې بلې بدې معاملې په درشل کې دی."

د سناتور تد کروز په اعلامیه کې راغلي "د جمهور رئیس اوباما دریځ، کاسترو ته هغه څه ورکوي چې هغوي یې غواړي، او هغه د اقتصادي بندیزونو لرې کیدل او په نړیواله کچه د مشروعیت تر لاسه کول دي... جمهور رئیس نن وویل چې د راول کاسترو سره د هغه ملاقات د راتلونکي په لور یو گام دی. له بده مرغه هغه د کیوبا خلک په تیرو وختونو کې بند پریږدي."

د سناتور تد کروز مور امریکایۍ او پلار یې د کیوبا دی. که چېرې هغه د جمهوري ریاست ټاکنې وگټي، د امریکا لومړی اسپانوي نژاده جمهور رئیس به وي.

د فلوریدا پخوانی والي جب بوش په خپل تویتر کې لیکلي "اوباما د کاسترو سره ملاقات کوي خو د اسراییل د صدراعظم، بنیامین نتنیاهو سره د لیدنې ډډه کوي. ولې باید د یوه سرکوبه کوونکي رژیم یو خونخواره دکتاتور ته مشروعیت وکړ شي؟"

د پانامه خبرې

په پانامه کې د لاتینې امریکا د غونډې په څنډه کې دا تاریخي لیدنې کتنې وروسته له هغه وشوې چې اوباما او کاسترو تیر کال د دسمبر په میاشت کې اعلان کړل چې متحده ایالتونه او د کیوبا کمونست رژیم به د څه دپاسه نیمه پیړۍ دښمنۍ وروسته د اړیکو عادي کیدو خوا ته گام پورته کړي.

ولسمشر اوباما په پانامه کې د راول کاسترو سره خپلې خبرې، مخلصانه او گټورې وبللې. تر څنگ یې سپینې ماڼۍ وایي چې اوباما د ونزویلا د جمهور رئیس نیکولاس مدورو سره په لنډه لیدنه کې د ونزویلا د حکومت او مخالفینو ترمنځ د سوله ئیزو خبرو ملاتړ وکړ.

ونزویلا د امریکا د حکومت د کلکو منتقدینو څخه بلل کیږي. د ونزویلا جمهور رئیس نیکولاس مدورو د ولسمشر اوباما سره دغه ملاقات صمیمي او مخلصانه وباله. د ونزویلا جمهور رئیس هم د امریکا سره د ځینو نه حل شویو مسلو په سر د نورو خبرو اترو لیوالتیا وښودله.

د امریکا جمهور رئیس زیاته کړه چې په هغو وړاندیزونو باندې به غور وکړي چې کیوبا د ترورزیم د ملاتړو هیوادونو له تور لست څخه وباسي. دا گام هم یو له هغو گامونه څخه دی چې په هاوانا او واشنگتن کې د سفارتونو د پرانستو نه مخکې باید ترسره شي.

د کیوبا مشر د امریکا د جمهور رئیس بارک اوباما د دغه اعلان هرکلی وکړ. خو کیوبا غواړي چې د بشپړه دیپلوماتیکو اړیکو د بیا رغونې د مذاکرو په مهال دې کیوبا له دې تور لست نه وایستل شي.

تاریخي لیدنه

جمهور رئیس اوباما د راول کاسترو سره د لیدنې پرمهال وویل" دا په حقیقت کې یوه تاریخي لیدنه ده. د امریکا د متحده ایالتونو او کیوبا ترمنځ تاریخ ډیر پیچلی دی او د کلونو په تیریدو سره بې اعتمادي رامنځ ته شوې ده."

خو ولسمشر اوباما زیاته کړه چې د نوي باب د پرانستو وخت رارسیدلی دی. ښاغلي کاسترو د اوباما له خبرو سره په موافقې داسې وویل؛ "زه فکر کوم په بنیادي توگه هغه څه چې جمهور رئیس اوباما وویل داسې دي لکه زمونږه مفکورې چې منعکس کوي."

له دې سره سره دواړو مشرانو د دواړو حکومتونو ترمنځ د اختلافاتو شتون تائیده کړه. ولسمشر اوباما وویل امریکا به د دموکراسي او بشري حقونو په هکله خپل غږ پورته کړي او کیوبا به د امریکا د بهرنۍپالیسي په هکله خپلې اندیښنې څرگندې کړي.

ښاغلي اوباما زیاته کړه"د وخت په تیریدو سره امکان شته چې د دواړو هیوادنو ترمنځ د نويو اړیکو د رامنځ ته کیدو لپاره نوی باب پرانستل شي.

ښاغلي کاسترو د امریکا جمهور رئیس ته وویل هغه چمتو دی چې د بشري حقونو او د بیان د ازادیو په گډون په یو شمیر جنجالي مسلو باندې بحث وکړي.

د اکثریت ملاتړ

ولسمشر اوباما د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې په امریکا کې د هاوانا سره د هغه د دریځ اکثریت ملاتړ کوي او په کیوبا کې هم د امریکا سره د اړیکو د بهتره کیدو ملاتړ ډیر زیات دی.

ښاغلي اوباما د بلې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د هغه دریځ به د کیوبا په رژیم کې د بدلون لامل شي وویل؛ "مونږ د ژریم د بدلولو په کار و بار اخته نه یو. مونږ په دې هڅه کې یو چې د کیوبا خلک خپله ازادي ولري او دا فرصت ولري چې خپل ژوند پخپله جوړ کړي."

د کیوبا په پلازمینه هاوانا کې ځیني خلکو د جنوبي امریکا د مشرانو سره د امریکا د جمهور رئیس د ملاقات په هکله خوشالۍ وکړې.

د هاوانا یوې اوسیدونکې ایزابله پرادا وویل "هغوي باید ډیر وخت پخوا دا کار کړی وای. د کیوبا ټول خلک د متحده ایالاتو او کیوبا تر منځ لږ تر لږه د اړیکو د بهتره کیدو لپاره هیله من دي ځکه چې مونږ ډیر نږدې گاونډیان یو."

ولسمشر اوباما په پانامه کې د لاتینې امریکا په غونډه کې
ولسمشر اوباما په پانامه کې د لاتینې امریکا په غونډه کې

سړه جگړه پای ته ورسیده

خو د امریکا ولسمشر غواړي چې خپل پام په راتلونکې باندې متمرکز کړي او وایي هغه د ایدیالوژۍ تر منځ گیر ندی پاتې. اوباما زیاتوي "سړه جگړه ډیر پخوا پاې ته رسیدلې ده او زه داسې یوې جگړې ته لیواله نه یم چې زما د زیږیدو نه مخکې پیل شوې ده."

د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما ویلي دي هغه د پانامې په غونډه کې ځکه برخه واخیستله چې لاتینې امریکا سره خپل ښکیلتیا ډیره کړي.

XS
SM
MD
LG