د لاس رسي وړ اتصالات

د ښځو نړیواله ورځ؛ جیل بایډن د اوکرایني ښځو مېړانه وستایله 


جیل بایډن
جیل بایډن

د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر جوبایډن مېرمن جیل بایډن وایي چې ښځې په نړۍ کې د عدالت غوښتنې، تعلیم، تربیې، مشرتابه او د نړۍ د نورو برخو ورځنۍ چارې مخې ته وړي.

مېرمن بایډن دا څرګندونې نن سه شنبه مارچ اتمه (سلواغه ۱۷) د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت کړې دي.

په هغې اعلامیې کې چې سپینې ماڼۍ خپره کړې ده، جیل بایډن ویلي دي: «ښځې هېڅلکه هم غلې نه وې، بلکې غلې کړل شوې دي. ځکه چې زموږ غږ قوي دی. کله چې غږ اوچتوو، د بې انصافۍ پردې شلوو، ستمګران پرځوو او د استبداد سپر ماتوو.»

نوموړې ویلي دي هغو ښځو ته درناوی لري چې په مېړانې سره خپل غږ اوچتوي او د دغه کار له عواقبو څخه هم ویره او ترهه نلري.

هغې د اوکراین ښځو ته په خطاب کې وویل: «خپلو اوکرایني خویندو ته،‌ چې د خپل هېواد د ازادۍ او کورنیو د ژوند لپاره مبارزه کوي، موږ له تاسو سره پیوستون لرو او درسره ولاړ یو.‌»

د امریکا لومړۍ مېرمنې همدغه راز هغه روسۍ ښځې وستایلې چې په اوکراین باندې یې د خپل هېواد د یرغل د غندلو لپاره مظاهره کړې وه. جیل بایډن وویل چې د دغو ښځو مېړانه ګوري.

هغې زیاته کړه: «په ټولې نړۍ کې مبارزو ښځو ته،‌ هغوی ته چې د عدالت او بدلون لپاره کار کوي: مننه چې موږ ټولو ته ښه راتلونکی جوړوئ.»

نن د مارچ اتمه ده چې په نړۍ کې د ښځو نړیواله ورځ بلل کېږي‌ او په دغه ورځ د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ښځې د خپلو حقونو او مدني ازادیو تر لاسه کولو لپاره غونډې کوي او خپل غږ اوچتوي.

XS
SM
MD
LG