د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما: د افغان ښځو وضعیت د اندېښنې وړ دی؛ طالبان: رسیدګي ورته کوو


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د ښځو د نړیوالې ورځې سره هم مهاله په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما او د بخښنې نړیوال سازمان په دغه هیواد کې د ښځو وضعیت د اندېښنې وړ بللی، خو طالبان وايي چې د ښځو ستونزو ته به رسیدګي وکړي.

یوناما نن سه شنبه مارچ اتمه (کب ۱۷) د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت اعلامیه کې ویلي چې په افغانستان کې رامنځته شوي بحران ټول اغېزمن کړي، خو په خبره یې د ښځو حقونه په زیاتېدونکې توګه له ننګونو سره مخ دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ په اعلامیه کې د یبورا لاینز له قوله ویل شوي: "هغه څه چې موږ یې نن په افغانستان کې وینو، د ناورین بحراني کچه ده. هر یو په دې هیواد کې له اوسني بحران څخه اغیزمن شوی، خو د ښځو او نجونو وضعیت په ځانګړې توګه د اندیښنې وړ دی، ځکه چې د دوی حقونه او فرصتونو ته د دوی لاسرسي په زیاتیدونکي توګه ننګول شوی دی."

په ټولنیزو فعالیتونو کې د ښځو په ونډې ټینګار

یوناما په عام ژوند کې د افغان ښځو او نجونو په بشپړه او مساوي ګډون ټینګار کړی او هغه یې د افغانستان لپاره مهم بللی دی او زیاتوي چې په عام ژوند کې له ګډون او زده کړو محرومول، په لویه کچه د هیواد د اقتصادي پرمختګ مخه نیسي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبرا لاینز وویل: " افغان ښځو له موږ سره په خبرو کې، دنجونو د زده کړو په اهمیت، همدارنګه د لوړو زده کړو او د کار موندلو لپاره د راتلونکو فرصتونو په اړتیا خبرې کړي دي. د ژوند په ټولو برخو کې د ښځو او نجونو لپاره د برابر فرصت د ودې لپاره د ډیر څه د ترسره کولو اړتیا ده.

اغلې لاینز ویلي چې افغان ښځې د افغانستان لپاره یو لید لوری لري او په خبره یې باید د هیواد د راتلونکي په جوړولو کې ورته فرصت ورکړل شي او د ښځو له فعالې ونډې او ګډون پرته دایمي سوله او ثبات ناشونی دی.

د امریکا سفارت: متحده ایالات د افغان ښځو حقوقو ته ژمن دي

د افغانستان لپاره د امريکا متحده ايالاتو سفارت وايي، متحده ايالات د افغان ښځو او نجونو ملاتړ کوي.

ياد سفارت چې دافغانستان لپاره له قطر څخه فعاليت کوي نن سه شنبه د مارچ اتمه د ښځو نړيوالې ورځې په مناسبت پر خپلې رسمي فيسبوک پاڼه ويلي چې ښځې او نجونې بايد د ټولنې په ټولو برخو کې شاملې شي.

دغه سفارت وايي: "د ښځو په نړیواله ورځ، او هره ورځ، متحده ایالات د افغان ښځو او نجونو ملاتړ کوې. د افغانستان امنیت او سوکالې په دې پورې اړه لرې چې ښځې او نجونې دا فرصت ولرې، چې د زده کړو او کار په ګډون د ټولنې په ټولو برخو کې، په بشپړه توګه شاملې شې."

په طالبانو د فشار راوستلو ټینګار

بلخوا د بخښنې نړیوال سازمان هم د مارچ اتمې ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې افغان ښځې او نجونې اوس نشي کولای له خپلو حقوقو څخه په بشپړه توګه استفاده وکړي.

دغه سازمان زیاته کړې چې طالبانو پخپلو اعمالو او سیاستونو سره، د بیان ازادي او د ښځو حرکتونه ډير محدود کړي او په دغه هیواد کې تعلیم ته د ښځو او نجونو لاس رسی کمزوری کړی دی.

د بخښنې نړیوال سازمان همدارنګه ویلي چې طالبانو په تیرو اوو میاشتو په دغه هیواد د طالبانو له حاکمیت وروسته د ښځو د پرمختګ په برخه کې د تیرو دوو لسیزو لاسته راوړنې له منځه وړلي دي

یاد سازمان له نړیوالې ټولنې څخه غوښتي چې ژر تر ژره د افغان ښځو او نجونو څخه ملاتړ وکړي او پر طالبانو فشار راوړي چې د ښځو له ځپلو څخه لاس واخلي.

د نړیوالو سازمانونو د راپورنو په اساس د ۲۰۲۱ کال د اګست تر پنځلسمې وروسته په افغانستان کې د نظام تر بدلون وروسته د ښځو او نجونو د کار او تعلیم ساحه محدوده شوې ده.

د ښځو ستونزو ته په رسیدګي د طالبانو ټینګار

په همدې مهال د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت اعلامیې کې ټولو ښځو ته د مارچ د اتمې مبارکي ویلې او زیاته کړې ده چې «اسلامي امارت» د افغان ښځو ستونزو رسېدو ته ژمن دی.

د یاد وزارت په اعلامیه کې راغلي: "افغانستان کې اوږدې جګړې ښځې ډیرې زیامنې کړي، د افغانستان اسلامي امارت ژمن دی چې د افغان ښځو ستونزو ته رسیدګي وکړي او افغان ښځو ته د اسلام مبارک دین له لارښوونو او زموږ له منل شوو دودونو په رڼا کې د پتمن او ګټور ژوند اسانتاوې برابري کړي."

طالبانو په کابل تر حاکمیت وروسته ژمنه وکړه چې ښځو او نجونو ته به د اسلامي شریعت مطابق حقوق ورکړي او د تیر حکومت د ټولو کار کوونکو لپاره یې «عمومي عفوه» اعلان کړې. خو تر دې مخکې یو شمېر مېرمنو په کابل او ولایتونو کې د خپلو حقوقو تر لاسه کولو او د ښځه په اړه د طالبانو د سیاستونو پر ضد مظاهرې کړي وي.

بلخوا د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق تازه پخپل راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د زېږون پر مهال د میندو کچه تر بل هر وخت زیاته شوې ده.

XS
SM
MD
LG