د لاس رسي وړ اتصالات

د اروپایي پارلمان غونډه؛ افغان فعالانې: نړۍ باید افغانې ښځې له پامه ونه باسي


په بروکسل کې اروپایي پارلمان
په بروکسل کې اروپایي پارلمان

اروپايي پارلمان په افغانستان کې د ښځو د وضعیت د ارزولو لپاره د سه شنبې په ورځ فبرورۍ اوله (سلواغې ۱۲) یو دوه ورځني کنفرانس ته په بهر کې میشتې یو شمیر افغانې میرمنې وربللي دي.

د ښځو یو شمیر افغان فعالانې وايي، نړیواله ټولنه باید افغانستان کې ښځې او د هغوی د حقونو اعاده کول له پامه ونه غورزوي.

د نړیوالې ټولنې د غونډو او کنفرانسونو په لړ کې د سه شنبې په ورځ د اروپايي ټولنې پارلمان د "افغان ښځې د ورځې" په نوم د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې یو دوه ورځنی کنفرانس پیل کړی.

د اروپايي ټولنې د پارلمان له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې په دې کنفرانس کې به پر افغانستان د طالبانو د واکمنیدو وروسته په دغه هیواد کې د ښځو په وضعیت او د ښځو پر وړاندې پرتو ستونزو ته د حل د لارو په موندلو باندې خبرې وشي.

د سې شنبې د ورځې په لوړه کچه دې جوړ شوي کنفرانس کې د مدني ټولنې او د ښځو د حقونو د یو شمیر افغان فعالانو د ګډون سربیره د اروپایي کمېسیون، د ملګرو ملتونو او همداشان د نړیوالو سازمانونو استازې هم برخه لري.

د دغې اعلامیې له مخې ننني کنفرانس کې به د اروپایي پارلمان مشره روبېرتا میتسوله، د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشره سیما سمر، د ملګروملتونو د مهاجرینو د عالي کمیشنرۍ ځانګړې استازې انجیلا جولي او د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امینه محمد هم ګډون او ویناوې وکړي.

دغه کنفرانس به د افغانستان د یوې سندرغاړې اریانا سعید په یوې سندرې پای ته ورسېږي.

د سولې د مرکچي پلاوي پخوانۍ غړې ډاکټر حبیبه سرابي چې دغه کنفرانس ته بلل شوې امریکا غږ ته وویل، چې د کنفرانس له ګډونوالو څخه یې غوښتنه داده، چې د افغان ښځو ملاتړ ته دوام ورکړي.

میرمن سرابي وویل: " له دغې غونډې مې غوښتنه او تمه داده، چې اروپايي او د نړۍ ښځې د افغان ښځو په څنګ کې ودریږي او هغه څه چې دننه افغانستان کې روان دي په څرګند ډول یې وویني او څارنه یې وکړي او لازم فشار راوړي ترڅو افغان ښځې، چې اوس د کوم وضعیت سره مخ دي له هغې وژغورل شي".

د یو شمیر مدني ټولنو فعالانې په بروکسل کې د دغه کنفرانس د جوړیدو هرکلی کوي خو دغه کنفرانس ته د افغان ښځو د بلنې په بڼه باندې انتقاد کوي.

سیمین صفري یوې ښځینه افغان خبریالې امریکا غږ ته وویل: "زه دا له امکان لرې ګڼم چې د دې غونډې پایلې به د افغان ښځو وضعیت بدل کړي په ځانګړي ډول افغانستان کې دننه د ښځو استارې چې له خپلو حقونو محرومې شوې دي په غونډه کې برخه نلري او په دې غونډه کې اکثره هغو ښځو برخه اخیستې ده، چې په تیرو شلو کلنو کې یې د ښځو امتیازات غلا کړي دي او څنګه چې د ګواښ سره مخ شوې له وطن څخه ووتلې او بهرنیو هیوادونو ته لاړې".

د ښځو د حقونو یوه بله فعاله عارفه فاطمي وايي، چې د دغه کنفرانس څخه یې تمه داده، چې دا کنفرانس به د ښخو لپاره ښې پایلې ولري او ښځو ته به په افغانستان کې د کار، تعلیم او په سیاسي بهیر کې د ګډون زمینه برابره کړي.

همداشان میرمن فاطمي وايي، چې ملګري ملتونه دې په افغانستان کې د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره د دغې ټولنې تر څارنې لاندې یو بیطرفه پلاوی وټاکي.

د طالبانو حکومت چارواکو په پرله پسې ډول ویلي، چې د ښځو کار او تعلیم په برخو کې ژمن دي او هڅه کوي، چې ښځو ته د کار او تعلیم امکانات د اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې برابر کړي.

XS
SM
MD
LG