د لاس رسي وړ اتصالات

حزب الله د منځني ختیځ د ثبات لپاره ګواښ دی- پمپیو


ښاغلی پمپیو اسراییل ته په سفر دی
ښاغلی پمپیو اسراییل ته په سفر دی

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر”مایک پمپیو“ اسراییل ته په خپل سفر کې په لبنان کې مېشته د حزب الله ډله د منځني ختیځ د امنیت او ثبات لپاره یو ګواښ وباله.

ښاغلی پمپیو چې ټاکل شوې له اسرییلو څخه مخامخ لبنان ته ولاړ شي، له اسرییلي چارواکو سره په ملاقات کې د حزب الله د ګواښونو په اړه وغږېده.

منځني ختیځ ته د ښاغلي پمپیو د سفر یو هدف دا دی چې پر ایران فشارونه لا زیات شي. امریکا ایران تورنوي چې په لبنان کې د حزب الله، په فلسطین کې د حماس او په یمن کې د حوثي شیعه اورپکو سره مرستې کوي او په دې کار سره یې د سیمې امنیت له ګواښ سره مخامخ کړی دی.

ښاغلي پمپیو دا ټولې ډلې د منځني ختیځ او اسراییل لپاره یو ګواښ وباله او زیاته یې کړه " هغوی هوډ کړی چې اسراییل د ځمکې له نقشې څخه ورک کړي."

پمپیو زیاتوي چې دا د متحدو ایالتونو اخلاقي او سیاسي مسولیت دی چې ددغو کارونو مخه ونیسي. په همدې حال کې ولسمشر ټرمپ د نوروز د مبارکۍ په پیغام کې د ایران رژیم دیکتاتور بللی او هغه یې غندلی دی.

XS
SM
MD
LG