د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا ملي ګارد د ګانګرس د امنیت ټېنګولو ماموریت ختموي 


د امریکا د ملي ګارد ځواکونه د کانګرس ودانۍ امنیت ساتي
د امریکا د ملي ګارد ځواکونه د کانګرس ودانۍ امنیت ساتي

د امریکا د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت وایي چې د کانګرس د ودانۍ د امنیت ساتلو لپاره د ملي ګارد ماموریت پای ته رسیږي.

دا ځواکونه شاوخوا پنځه میاشتې مخکې د کانګرس په ودانۍ باندې د مظاهره چیانو له برید وروسته د امنیت ټېنګولو لپاره واستول شول.

د امریکا د دفاع وزیر لوید آستین د ګانګرس ودانۍ او واشنګټن ډي سي کې د امنیت ټېنګولو له کبله د ملي ګارد د ځواکونو او د ډي سي له چارواکو څخه مننه وکړه.

هغه وویل: «دغو هوايي ځواکونو او سرتېرو یوازې د ودانۍ ساتنه نه ده کړې،‌ بلکې د استازو امنیت یې هم ټېنګ کړی و چې هغوی خپل کار وکړي‌ او خلک یې هم ډاډه کړی وو چې خپل کاروبار روان وساتي.»

ښاغلي آستین وویل چې دغو سرتېرو د اساسي قانون د ساتلو او د دفاع کومه لوړه چې کړې وه، په عمل کې یې ثابته کړه.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي وویل چې په څو ورځو کې به د ملي ګارد شاوخوا ۱۰۰۰ سرتېري د کانګرس ودانۍ له شاوخوا څخه ووځي.

چارواکي وايي چې همدا یکشنبه د دغو ځواکونو د ماموریت وروستۍ ورځ وه. ښاغلي کربي وویل چې پنټګان د دغو ځواکونو د پاتې کېدو لپاره کوم پلان نلري.

د امریکا د متحدو ایالتونو تېرو ولسمشریزو ټاکنو د نتایجو له اعلان وروسته، چې مخکني ولسمشر ټرمپ ونه منل، د هغه ګڼو پلویانو مظاهر وکړه او د کانګرس پر ودانۍ یې برید وکړ.‌

په دې برید کې شاوخوا شپږ تنه ووژل شول او ډېر نور ژوبل شول. پولیسو سلګونه کسان د تخریب په تور ونیول.

له برید وروسته د امریکا د دفاع وزارت د کانګرس د ودانۍ د امنیت ساتلو لپاره د ملي ګارد زرګونه ځواکونه هلته ځای پر ځای کړل.

XS
SM
MD
LG